Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab
باندې هم مهر لګيدلے دے کوم چې اوس حق نۀ اوري او د دوئي پۀ سترګو باندې پردې دي، ځکه د دوئي سترګې د حق ليدلو نه محرومه شوې دي او
لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۠(۷) (پارہ :1، سورۀ بقرہ :7 )
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغوئي د پاره ډير لوئي عذاب دے۔
د الله پاک پناه! د الله پاک پناه! الله پاک دې مونږه د داسې بد نصيبۍ نه محفوظ کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
ایماں پہ ربِّ رَحمت دیدے تُواستِقامت دیتا ہوں واسِطہ میں تجھ کو ترے نبی کا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د قرآنِ کريم د دې دوو آيتونو او د هغې وضاحت واوريدو، پۀ دې کښې زمونږ د پاره د زدکړې دوه خبرې دي۔ يا داسې ووايئ چې الله پاک مونږ ته د خپل محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله باندې د هدايت کتاب، د قرآنِ کريم پۀ شان نعمت عطا کړو، اوس د دې پاک کتاب لوستل او مونږ ته د دې نه هدايت حاصلول دي خو دوه ډير خراب صفتونه، ډير مهلک (پۀ هلاکت کښې اخته کوونکي) باطني بيمارۍ دي د کومو سره چې انسان هدايت نشي قبلولے، ځکه مونږ له د دې دوو خبرو نه هر وخت بچ کيدل پکار دي۔ دا کوم داسې دوه صفتونه دي؟۔
رَبِّ کريم فرمائي:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ(۶) (پارہ :1، سورۀ بقرہ :6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هٰغه خلق د کومو پۀ قسمت كښې چې کُفر دے د هغوئي د پاره برابره ده که تاسو يـې ويَروئ او که وه يـې نۀ ويَروئ هغوئي ايمان نۀ راوړي۔