Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab
تجھے کیا بتاؤں کے معجزہ کیا ہے تُو تو آگے سے بولتا ہے میاں
وضاحت: څوک چې ژبه تيره کوي، د ژبې نه يـې قينچي جوړه کړې وي، د چا مقصد چې هم صرف تنقيد دے، د منلو يـې هډو ذهن نۀ وي ، هغوئي ته معجزې ښودل هيڅ فائده نۀ کوي، داسې خلق د معجزې پۀ ليدلو هم پۀ ګمراهۍ کښې اخته وي، هدايت نۀ اختياروي۔
ځکه پۀ خپل ځان کښې د هدايت د قبلولو صلاحيت زياتول پکار دي ، که د هدايت پۀ لار باندې تلل غواړئ نو د منلو والا طبيعت به جوړول وي۔
پۀ فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ باندې د هدايت لاره کولاو شوه
بل طرف ته چې د چا د منلو والا طبيعت وي، پۀ هغوئي باندې چې څنګه حق واضحه شي نو هغوئي پۀ هدايت قبلولو کښې لم ليټ نه کوي۔ وګورئ چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ چې کله کلمه نۀ وه وئيلې، پۀ اِسلام کښې نۀ وو داخل شوے، مشهوره واقعه ده، هغوئي توره راويستې وه او روان وو، اراده يـې کړې وه چې نن به مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) شهيد کووم۔ (اَستَغفِرُ الله! اَستَغفِرُ الله!)
خو الله پاک ته څۀ بَل څۀ منظور وو، پۀ لاره کښې د خپلې خور کور ته لاړو، قرآنِ کريم يـې وليدلو، کولاو يـې کړو، د سورۀ طٰهٰ يو څو آيتونه يـې لوستلي وو چې د زړۀ دُنيا يـې بدله شوه، د ابو جهل پۀ شان يـې زړۀ د ګند ډيران نۀ وو، د هدايت د کتاب باران يـې چې پۀ زړۀ باندې وشو نو د هدايت چينې ترينه روانې شوې، هٰغه عمر (رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ) چا چې لږ سعت مخکښې توره راويستې وه او د اِسلام (مَعَاذَ الله!) د ختمولو د پاره راوتے وو، بيا پۀ ادب سره بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، سر يـې ښکته کړو او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لمن يـې ونيوله او د هدايت د اسمان روښانه ستورے جوړ شو۔ ([1])