Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab
حفاظت وکړو، هيڅکله هم خپل زړۀ مهر لګيدو ته نۀ پريږدو چې د چا پۀ زړۀ باندې مهر ولګي نو د هغۀ د پاره د هدايت دروازې بندې شي۔
چا شاعر وئيلي دي"
دِلِ مردہ دِل نہیں، اسے زِندہ کر دوبارہ یہی اُمَّتوں کے مرضِ کُہُن کا چارہ
وضاحت: چې کله زړونه مړه شي، زړونه د ګناهونو زنګ ونيسي، د کفر تيارې پرې راخورې شي نو قومونه تباه او برباد شي، ځکه د قومونو د تباهۍ نه د بچ کولو هم دغه طريقه ده چې د هغوئي د زړونو اِصلاح وکړے شي، د تورو زړونو نه زنګ لرې کړے شي او هغوئي پړقيدونکي ځلنده جوړ کړے شي۔
پۀ زړۀ باندې د مهر لګيدو اسباب
پۀ زړۀ باندې د مهر لګيدو ډير اسباب دي، مثلاً (1): د ګناهونو کثرت پۀ زړۀ باندې د مهر لګيدو يو بنيادي سبب دے۔ خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې کله انسان ګناه کوي نو د هغۀ پۀ زړۀ باندې يو تور داغ ولګي، که توبه وکړي نو هٰغه داغ ختم کړے شي ګنې که بيا ګناه وکړي نو يو بل داغ پرې ولګي بيا چې يوه بله ګناه وکړي، يو بل داغ پرې ولګي، داسي پۀ ګناه کولو کولو ټول زړۀ تور شي۔ ([1]) لهذا د ګناهونو نه بچ کيدل ډير ضروري دي۔ هسې نۀ چې د ګناهونو عادت پۀ زړۀ د مهر لګيدو سبب جوړ شي او مونږه د هدايت نه محرومه کړے شو۔ علمائے کرام فرمائي: د مخکښينو اُمتونو عذاب د جسماني بدن خسف کيدل او مسخ کيدل وو ( يعنې مخکښينو اُمتونو چې به نافرماني وکړه نو هغوئي به پۀ زمکه وردننه کړے شو، د هغوئي مخونه به ورانيدل ، د چا نه به شادوګان [يعنې بيزوګان] جوړکړےشو، د چا نه به خنزيدارن جوړ کړے شو) خو د دې اُمت عذاب روحاني خَسف او مَسخ کيدل دي، مخکښې به وجودونه بدليدل ، اوس زړونه بدليږي ۔ ([2]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: