Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab

Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab

ډيره د يادولو ده: پۀ سجده کښې پۀ لس واړه ګوتو کښې د يوې خِيټه پۀ زمکه باندې لګول فرض دي، د دواړو ښپو د دريو دريو ګوتو خِيټې لګول واجب دي او د لس واړو ګوتو خِيټې لګول او د ګوتو د قبلې اړخ ته کول سُنَّت دي * که پۀ سجده کښې ښپې د زمکې نه اوچتې کړے شوې، يوه ګوته هم پۀ زمکه اونه لګولے شوه نو نـمونځ به يـې نۀ کيږي، بيا کول يـې فرض دي * که صرف غټه ګوته يـې ولګوله، باقي ګوتې يـې اوچتې کړې نو واجب به پاتې شي، ګناه به يـې هم کيږي او نـمونځ به هم بيا کول وي۔ ([1])

    الله پاک دې مونږ ته د نـمونځ د زده کولو او پۀ صحيح انداز کښې د ادا کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                            صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يا غَفَّارُ

څوک چې هميشه د يَا غَفَّارُ وِرد کوي نو هغۀ به د نفس د خرابو خواهشاتو نه نجات حاصل کړي۔ ([2])

اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!



[1]... ماہنامہ فیضانِ مدینہ، جنوری 2018ء، دارالافتاء اہل سنّت، صفحہ:14

[2]... مدنی پنج سورہ ، صفحہ:248 ۔