Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
اغوستلې...!! راوي وائي: د دې خبرو کولو نه پس حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شو، يوه چغه ئې د خُلې نه اُووتله او بےهوشه شولو.[1]
حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يوے جنازے سره مقبرے ته تشريف يوړلو، هلته د يو قبر خوا ته كښيناستلو او غور و فِكر كول ئې شروع كړو، چا عرض اوكړو: اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، تاسو دلته يواځې ولې ناست ئې؟ هغوئي اوفرمائيل: اوس اوس يو قبر ما ته غږ اوكړو او اوئې وئيل: اے عمر بن عبد العزيز! زما نه ولې تپوس نه كوے چه كوم خلق ما ته دننه راشي زه د هغوئي سره څه سلوك كووم؟ ما هغه قبر ته اووئيل: ما ته ضرور اووايه. هغه [قبر] اووئيل: كله چه په ما كښې څوك خخ كړے شي نو زه د هغه كفن اوشلووم او بدن ئې ټكړے ټكړے كړم او د هغه غوښې اوخورم. آيا تاسو به زما نه دا تپوس نه كوئ چه زه د هغه د جوړونو سره څه كووم؟ ما اووئيل: ضرور راته اووايه. نو هغه [قبر] اووئيل: ”لاسونه ئې د مړوَندونو نه، زنګونان ئې د پنډو نه او پنډئ ئې د ښپو نه جُدا كووم.“ د دې خبرو کولو نه پس حضرت سَيِّدُنا عمر بن عبدالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سلګو سلګو اوژړل. [2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لږ غور اوكړئ! دا د خاورو ډيرے كوم چې مونږه وينو او په دُنياوي خىالونو كښې ډوب پراته د عبرت حاصلولو نه بغير ئې په خوا تيرىږو، د دې خاورو دننه مُعامَله څومره سخته ده خو افسوس! مونږه بيا هم عبرت نه حاصلوو. مونږه د دُنيا په محبت كښې داسې نښتي يو چې قبر راته هډو راياديږي نه، آه!