Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

دروغ وئيل

      د حضرتِ سَيِّدُنا فقيه ابو الليث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان مطابق د عذابِ قبر سبب جوړيدونکے وړومبے عمل دروغ وئيل دي:

      زمونږه خوږ، صادِق و امين نبي، رسولِ هاشِمي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: دروغ د ګناه طرف ته بوتلل کوي او ګناه جَهنَّم ته د تللو سبب ده، بيشکه بنده تل دروغ وائي، تر دې چې د الله پاک په نزد کَذَّاب (يعني ډير لوئي دروغژن) اوليکلے شي ([1]) .

     دروغ وئيل ګناهِ کبيره ده۔ الله پاک دِ ټول مسلمانان د دروغو وئيلو نه په امان کښې اوساتي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خيانت کول

   د قبر د عذاب سبب جوړيدونکے دويم عمل خيانت کول دي، خيانت دې ته وائي چې د چا په ايښودلي شوي امانت کښې ناجائزه ردّ و بدل کول يا امانت بيرته نه واپس کول.

حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دهوکه او خيانت په وور کښې دي، دهوکه ورکول او خيانت کول د مسلمانانو اخلاق نه دي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... بخاری ، کتاب الادب،صفحہ:1515، حدیث:6094۔