Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
د لـمانځه په ذريعه په روزئ كښې بَرَكت كيږي، لـمونځ د تِيارے نه د ډك قبر ډيوه [يعني رنړا] ده، لـمونځ د جَنَّت كُنجي ده. (المُسْنَد للاِمام اَحمَد بِن حَنْبَل، حديث١٤٦٦٨ ج٥ ص١٠٣)
لـمونځ د مُومن نُور دے. (اَلجامِعُ الصَّغِير، باب الصاد ، الحديث: ٥١٨٠، ص٣١٩)
لـمونځ د خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخوالے دے.
(كَنْزُ الْعُمَّال، كتاب الصلاة، باب فِـى فضائل الصلاة، الفصل الثانـى، الحديث:١٨٩٠٨ ج٧ ص١١٧)
لـمونځ د پُل صِراط د پاره آساني ده، لـمونځ ګُزاره ته به د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب كيږي.
نِيَّت اوکړئ چې د نن به زمونږ يو لـمونځ هُم نه قضا کيږي، پينځه وخته لـمونځ به په جُمات کښې د جَمعې سره ادا کوو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! او خدانخواسته که مخكښې چا لـمونځونه پريښودي وي نو هغه دِ زر زر قضا هُم راوګرځوي.
په قبر کښې په کار راتلونکے دويم عمل: صَدَقه
اے عاشقانِ رَسُول! په قبر کښې دويم په کار راتلونکے عمل صَدَقه و خيرات کول دي:
د اللہ پاک کے آخری نبی، رسولِ هاشمی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک فرمان دے: اِنَّ الصَّدَقَۃَ لَتُطْفِئُ عَلٰی اَهْلِہَا حَرَّ الْقُبُوْرِ بے شکه صدقه د قبر ګرمي مړه کوي وَ اِنَّمَا یَسْتَظِلُّ الْمُؤْمِنُ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ فِیْ ظِلِّ صَدَقَتِہٖ او بيشکه مُسَلمان به په ورځ د قيامت د خپلې صَدَقے په سَوري کښې وي۔([1])
د قبر د ګرمئ او ويرې نه بچ کيدلو د پاره صَدَقه و خيرات خپل عادت جوړ کړئ! صَدَقه د بد مرګ نه د بچ کيدلو ذريعه ده، صَدَقه په عُمر کښې بَرَكت راولي، صَدَقه د