Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
د اِبنِ ماجه شريف روايت دے، حضرت براء بِن عازِب رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په يوه جنازه كښې شريك وو. د دفن كولو په وخت خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر په غاړه اودريدلو او ډىر زيات ئې اوژړل، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره زيات اوژړل چې د قبر خاوره لـمده شوه. بيا ئې اوفرمائيل: لِمِثْلِ هٰذَا فَاِعِدُّوْا يعني د دې د پاره تياري اوكړئ...![1]
د غوئي د رمباړو په شان چغې به ئې وهلې
حضرت يزيد رقاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به مرګ ډير زيات يادولو، كله به ئې چې قبرونه اوليدل نو د قبر د تيارو او د تنهائې د ويرې وغيره نه به دومره بےقراره شو چې د هغوئي د خُلې نه به د غوئي د رمباړو په شان د چغو آوازونه راوتل.[2]
ډيرو ورځو پورې به ئې ډيوه نه بلوله
د حضرت هَشَّام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت مبارك وو چې كله به مقبرے ته لاړو نو بيرته راتللو نه پس به ئې ډيرې ورځې په كور كښې ډيوه نه بلوله او فرمائيل به ئې: په دې طريقه (يعني په كور كښې د تِيارې كولو په ذريعه) زه د قبر تِياره را يادووم.[3]