Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

الله پاک غضب يخوي، صَدَقه کولو سره په رزق کښې بَرَكت کيږي، غريبي ورسره ختميږي، صَدَقه د رحمتِ اِلٰـهی حاصلولو ذريعه ده.

د نن په دې بابرکته شپه کښې د الله پاک د رضا د پاره د صَدَقه و خيرات کولو نِيَّت هُم اوکړئ الله پاک په نوم هر مال خرچ کولو وغيره ته صدقه وائي] په چا چې زکوٰة جوړيږي هغه نِيَّت اوکړئ چې پوره پوره زکوٰة به ادا کووم [ځکه چې زکوٰة ورکول خو په صاحِبِ نصاب باندې فرض دي]۔ د نفلي صدقے کولو هُم نِيَّت اوکړئ، که څوک عاجزه غريب هُم دے هغه دِ هُم د الله پاک د رضا د پاره د خپل وس مناسب صدقه ورکوي، اګر که يوه روپئ وي، د پاره د دې چې هغه هُم د صدقے ورکولو د ثوابونه او فضيلتونو حقدار جوړ شي.

      الله پاک دِ مونږ ټولو ته توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قبر کښې په کار راتلونکے دريم عمل: تلاوتِ قرآن

      اے عاشقانِ رَسُول! په قبر کښې دريم په کار راتلونکے عمل د قرآنِ پاک تلاوت کول دي:  قرآنِ کریم د اللہ پاک  کلام دے۔ تِلاوتِ قرآن د رحمتونه حاصلولو ذريعه ده۔ د تِلاوت په برکت مصیبتونه لرې کيږي۔ د تِلاوت په برکت غمونه لرې کيږي۔ تِلاوت کول سُنّتِ مُصطَفىٰ دي۔ تلاوت کول د صحابه طريقه ده۔ تِلاوت د قیامت د سختو نه نجات ورکوي او د تِلاوت برکت قبر روښانه کيږي، د تِلاوت په برکت د قبر د عذاب او ويرې نه نجات حاصليږي.

واه څه به وائې د عاشقِ قرآن

      منقول دي چې حضرت ثابِت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير نيك، پرهيزګاره بنده وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هميشه د ورځې روژه نيوله او ټوله شپه به ئې عبادت كولو، حضرت ثابت