Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

د زړه سختي...!! مونږه په خپلو لاسونو قبر ته مړي كوزوو، د چا پلار د دُنيا نه رُخصَت شي، څوك خپل ورور پخپله قبر ته كوز كړي، څوك د خپل خپلوان جنازه ادا كوي، څوك د خپل دوست سترګې بندوي خو افسوس! د ګناهونو كولو په وجه مو زړه داسې سخت شوے دے چې غفلت مو ختميږي نه، كاش چې مونږه عبرت حاصلوونكي جوړ شو! كاش چې مونږ ته د قبرو آخرت فِكر را نصيب شي.   

د قبر رټل

    اے عاشِقانِ رسول! مونږه كه عبرت واخلو  او كه نه، که فکر راسره وي او كه نه، مرګ خو به بهرحال راځي، آه! معلومه نه ده چې كله به زمونږ مرګ راځي، هائے! هائے! د مرګ نه پس به د تيارو نه ډك او وړوكي قبر كښې بند كړے شو، په ظاهره كه مونږه حرکت نه شو کولے خو په هر څه به پوهيږو، هائے! هٰغه وخت به په مونږه څه تيريږي؟ آه! زمونږه نافرمانئ...! كه الله پاك زمونږ نه ناراضه شو نو زمونږه به څه حال وي؟ د حضرت عبدُ الله بِن عُبَيد رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چه كله د مړي سره راغلي خلق بيرته روان شي نو مړے كښيني او د هغوئي د ښپو آواز اوري او د قبر نه مخكښې هيڅ څوك د هغه سره كلام [يعني خبرې] نه كوي، قبر ورته وائي: اے انسانه! آيا تا زما حالات نه وو اوريدلي؟ آيا ته زما د تنګئ، بدبوئي، سختې او [زهرژنو] چينجو [مارانو، لړمانو] نه چا نه وے يَرَولے؟ كه داسې وه نو بيا تا څه تياري كړي ده؟[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لږ سوچ اوكړئ! هغه وخت به مونږه په قبر كښې يواځې يو، سخت ويريږو به، نه به چرته تلے شو، نه به چا ته آواز کولے شو، او د تښتيدو به هم څه صورت نه وي، هغه وخت چې د قبر دا خوفناک آواز واورو نو څه به راباندې تيريږي!


 

 



[1]... شرْح الصّدوْر، باب :مخاطبۃ القبر للميت، صفحہ: 86۔