Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

    اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل چې هغه سړے به مقبرے ته تللو او څنګه عبرت به ئې حاصلولو او په فِكرِ آخرت كښې به مصروفه اوسيدلو. كاش چې مونږ ته هم فِكرِ آخرت رانصيب شي.

مقبرے ته ځئ او عبرت حاصلوئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مقبره د عبرت مقام دے. په مونږه كښې به خامخا هر يو انسان مقبرے ته تلے وي، آيا كله مو غور كړے دے چې د مقبرے خاموشه فضا او د غم نه ډكې هواګانې د خپل حالت په ذريعه دا اعلان كوي چې: اے د دُنيا په ژوند باندې مطمئن اوسيدونكو! تاسو ټول به يوه ورځ دې شړې ته جور قبر ته دننه ضرور راځئ.

مصيبت خو په قبرونو كښې دننه دے

       د حضرت اِمام حُسَين رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  مُتَعَلِّق روايت دے چې كله به هغوئي قبرونه اوليدل نو فرمائيل به ئې: د بره نه دا قبرونه څومره ښكلي ښكاري خو مُصىبت په دې کښې دننه دے، الله! الله! اے د الله بندګانو! په دُنيا كښې مه مشغوله كيږئ! بيشكه قبر د عمل كور دے، نيك اعمال اوكړئ! د دې نه غفلَت مه كوئ ....![1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا واقعي حقيقت دے! په ظاهره په مقبره كښې خاموشي وي، هر طرف ته خاموشي خوره وي خو د دې قبرونو دننه ماحول داسې نه


 

 



[1]... بستان الواعظین ،مجلس فی ذکر القبور،حکایۃ عن الحسین،صفحہ:157۔