Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
نشته۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې اِرشاد فرمائي:
قُلْ اِنَّ الْمَوْتَ الَّذِیْ تَفِرُّوْنَ مِنْهُ فَاِنَّهٗ مُلٰقِیْكُمْ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰى عٰلِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۠(۸)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان:: ته اوفرمايه، هغه مرګ، د کوم نه چې تاسو تښتئ، هغه خو به ضرور تاسو له راځي، بيا به د هغه (الله پاک) طرف ته ګرځولے کيږئ، کوم چې د پټ او ښکاره هر څيز عِلم لري، بيا به هغه تاسو ته اُوښائي څه چې تاسو کړي وو.
مَلَك ُ الْمَوت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام هر کور ته راځي
مونږ ته دا حقيقت معلوم دے خو افسوس! مونږ د دُنيا په رنګينو کښې داسې ورک يُو چې مرګ مو بالکل داسې هير کړے دے لکه هډو به چې مړه کيږو نه، خو ياد ساتئ! مونږه مرګ هيروو خو مرګ به مونږه نه هيروي۔
حضرتِ امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مَلَك ُ الْمَوت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام روزانه هر کور ته درې ځله تشريف راوړي او په غور سره ګوري، په هغوئي کښې چې د چا رزق پوره شوے وي، د هغه روح قبضه کړي، چې کله ترينه روح واخلي نو د کور کسان ژړا غوغا شروع کړي، دغه وخت مَلَك ُ الْمَوت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په دروازه کښې اودريږي او فرمائي: ما ستاسو هيڅ قصور نه دے کړے، زه خو د الله پاک له طرفه مقرر يم، زه به تاسو له بيا بيا راځم، تر دې پورې چې په تاسو کښې به هيڅ څوک هُم پاتې نه شي ([1]).