Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

هغه په خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود شريف اولوستلو، د هغه د دُرُود شريف لوستلو په بَرَكت  الله پاك مونږه 560 قبرونو والؤ نه عذاب اوچت كړو.[1] 

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو د دُرُود شريف بركت اوليدلو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! الله پاك د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډير محبت كوي، ځکه خو هغه په دُرُود شريف كښې داسې بركت ايښودے دے چې بندګان هميشه دُرُود شريف لولي نو دغسې به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِكر هُم كيږي او د بندګانو د بخښنې اسباب به هُم جوړيږي. كاش چې مونږه هم په كثرت سره د دُرُود شريف لوستلو عادت جوړ كړو. په شَعْبَانُ الْمُعَظَّمكښې خو ډير ډير دُرُود شريف لوستل پكار دي ځکه چې شَعْبَانُ الْمُعَظَّمد دُرُود شريف مياشت ده. شيخ شهَابُ الدِّىن حِجازِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: بيشكه شَعْبَانُ الْمُعَظَّم د دُرُود شريف لوستلو مياشت ده ځکه چې آيتِ دُرُود يعني د سيپاره 22، سُورۀ اَحزاب مشهور آىتِ كريمه

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِیِّؕ-یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا(۵۶)  (پارہ:22،سورۂ اَحْزاب:56)

 [مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: بيشكه الله او د هغه فرښتے دُرود ليږي په هٰغه غيب ښودلو والا (نبـي) باندې، اے ايماندارو! په هغوئي باندې دُرُود او ډير ډير سلام اوليږئ!

     دا آيتِ كريمه په شَعْبَانُ الْمُعَظَّمكښې نازل شوے وو. [2]

 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...اَلتَّذْکِرَہ  ، جز :1،صفحہ:68۔

[2]...مَوَاهِبُ اللَّدُنِیہ ،جلد : 2،صفحہ:506 ۔