Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
آؤ! * مونږ ته د خپل مرګ پته نشته * د مرګ په وخت به زمونږه ايمان سلامت پاتې شي که نه، مونږ ته پته نشته * د مرګ نه پس به زمونږه قبر د جنّت باغ جوړيږي که د دوزخ کنده، مونږ ته پته نشته * د قيامت په ورځ به مو د الله پاک رحمت نصيب کيږي که نه * د خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت به بيامونځو که نه د ګناهونو په جُرم کښې به دوزخ ته غورځولے شو * په پلِ صراط باندې به سلامت تير شو که نه، مونږ ته پته نشته خو افسوس! مونږ ته مرګ نه ياديږي۔
آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں سامان سو برس کا ہے پَل کی خبر نہیں
د دنيا د مستقبل فِکر کوونکي دې غور اوکړي!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت په دې اړخ باندې غور اوکړئ! حضرت اُسامه بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره په قرآنِ کريم کښې د جنّت وعده فرمائيلے شوې ده، د دې باوجود حضرت اُسامه بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صِرف د يوې مياشتې په قرض باندې څيز واخستلو، د دې نه معلوميدله چې د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يوې مياشتې پورې د ژوندي پاتې کيدو اُمِّيد دے۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته خبردارے ورکړلو او دا احساس ئې ورکړلو چې يوه مياشت خو غټه خبره ده، د مرګ خو د يوې لحظې هم څه پته نه لګي۔
آه! افسوس! * دلته خو صِرف د يوې مياشتې نه، د کلونو منصوبې جوړولے شي * په ډيرو ملکونو کښې دا انداز دے چې ماشوم لا پيدا شوے هم نه وي، د هغې نه مخکښې په سکول کښې د هغه داخله کولے شي * زمونږه بچے چې لوئي شي نو څه به ترې جوړيږي؟ * مونږ به د هغه نه ډاکټر جوړوو که انجنيئر؟ * چرته به اوسيږي؟ * څنګه ژوند به تيروي؟ وغيره وغيره په دې باره کښې غټ غټ خوبونه ليدلے کيږي * مونږه د خپل ځان په باره کښې هم منصوبې جوړوو * غټ غټ خوبونه وينو * نن زه دلته يم، سبا به هغه ځائے ته اورسيږم * اوس يو دُکان دے، په يو څوو کلونو کښې به 4 دکانونه شي، بيا به پوره مارکيټ شي، بيا به په ډيرو ښارونو کښې د خپل کاروبار څانګې (Branches) پرانيزم، دا ټول خوبونه ليدلے کيږي، د څو څو کلونو منصوبې جوړيږي۔ اګرچه دا د دنيا په لحاظ سره ښه خبره ده، چې بنده مخکښې هدفونه مقرر کړي او وړاندې لاړ شي نو کاميابي ميلاويږي خو چې مونږه غور اوکړو، چې د دې دنيا نه خو تلل هم دي، قبر ته هم کوزيدل دي، د قيامت په ورځ راپاڅيدل هم دي، د الله پاک په بارګاه کښې وړاندې کيدل هم دي، دې د پاره مونږه څه