Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
منصوبه جوړه کړله؟ دې د پاره مو څه هدفونه مقرر کړل۔ لکه څنګه چې مونږه د روپو حساب کوو، د بچو د تعليم، کاروبار، بينک بيلنس وغيره په باره کښې هدفونه مقرر کړو، داسې چرته د قبر او آخِرت په باره کښې هم غور کوو؟ آيا چرته دا سوچ مو کړے دے چې زه هره ورځ څو لمونځونه کووم؟ د قرآنِ پاک د تلاوت په باره کښې زما څه هدفونه دي؟ هره ورځ څومره درود شريف لولم؟ د بچو د پاره مو چرته داسې منصوبه جوړه کړې ده؟ مثلاً د ماشوم چې کله عقل کار شروع کړي نو مونږه حساب اوکړو: که چرې دا د اوس نه هره ورځ مثلاً 100 ځله درود شريف لولي نو په مياشت کښې به 3000 ځل درود شريف لولي، په کال کښې به په 36زره 500 ځل په درود شريف لوستلو کښې کامياب شي، دا د آخِرت فِکر دے، دا د نيکو په باره کښې منصوبه ده۔ افسوس! مونږه د دنيا د مستقبل د ښه کولو د پاره خو خپلې منصوبې جوړوو، د بچو د پاره هم هدفونه مقرر کړو خو د قبر د ژوند ښه کولو، د آخِرت د ښه کولو د پاره منصوبې نه جوړوو۔ آه ۔۔۔!!
آگاہ! اپنی موت سے کوئی بشر نہیں سامان سو برس کا ہے پل کی خبر نہیں
اوږد اُمِّيد د نني دور لويه مسئله ده
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * زمونږه په معاشره کښې ګناهونه زياتيږي * ورورولي ختميږي * ورور د ورور ګريوان ته لاس اچوي * د غلا، ډاکې او وژلو پيښې زياتيږي * په کورونو کښې جنګ جګړې * د جنګونو فسادونو وغيره وغيره مسئلې زياتيږي، آخِر دا ولې کيږي؟ په دې باندې ډير خلق تبصرې کوي، آخِر نُقص چرته دے؟ لوئي لوئي پوهان ډير څه وائي۔ راځئ! زه تاسو ته حديثِ پاک اورووم، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د دې اُمَّت مخکښينو خلقو د يقين او د دنيا نه د بے رغبتئ په ذريعه خلاصے بياموندلو او په آخِره کښې راتلونکي خلق د بُخل (يعني کنجوسئ) او د اوږدو اُميدونو په وجه هلاک شول۔ ([1])
دا دے د معاشرې د خرابئ اصلي وجه۔۔۔!! کنجوسي او اوږده اُميدونه * په مونږ باندې غفلت راخور دے * مونږه د آخِرت د فِکر نه لرې يو * زمونږ سره د دنيا د مستقبل فِکر دے او په دې فِکر کښې د خپل روښانه مستقبل په خاطِر د ګناهونو په تيارو کښې روان يو ډوبيږو حالانکه که د حقيقت په نظر اوکتلے شي