Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

د آخرت مينه وال جوړ شئ۔۔۔!!

د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ شیرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: خلقو! آخِرت راروان دے، دنيا روانه ده۔ په دې کښې د هر چا مينه وال دي۔ تاسو د آخِرت مينه وال جوړ شئ! د دنيا مينه وال مه جوړيږئ۔۔۔!! بے شکه نن د عمل ورځ ده، نن حِساب نشته خو سبا به د حِساب ورځ وي، هلته عَمل نشته۔ ([1])

يوه ايمان تازه کوونکې خطبه

حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ورځ خلقو ته په خطبه کښې اوفرمائيل: اے خلقو! زه تاسو ته د الله پاک نه د ويريدلو وَصيت کووم، تاسو تقویٰ اختیار کړئ او د خپل آخِرت د پاره نيکئ اوکړئ۔ بے شکه کوم کَس چې د آخِرت د پاره نيک عملونه کوي الله پاک به د هغه د دنيا حاجتونه پخپله پوره کړي۔ اے خلقو! تاسو د خپل باطِن د اصلاح کولو کوشش اوکړئ، الله پاک به ستاسو د ظاهر اِصلاح اوکړي۔ مرګ ډير زيات يادوئ او د مرګ نه مخکښې د خپل ځان د پاره د نيکو عملونو خزانه جمع کړئ، مرګ به ټول خوندونه ختم کړي۔ اے خلقو! تاسو د خپلو پلارانو نيکونو په حالاتو کښې غور او فِکر کوئ هغوئي هم دنيا ته راغلل او ژوند ئې تير کړو او لاړل دغه شان به تاسو هم لاړ شئ۔ که چرې تاسو د هغوئي انجام نه يادوئ نو مرګ به ستاسو د پاره ډير د سختئ سبب وي ځکه د مرګ نه مخکښې د مرګ تياري اوکړئ۔ ([2])

کچھ نیکیاں کمالے جلد آخِرت بنالے                  کوئی نہیں بھروسا اے بھائی! زندگی کا([3])

د تقویٰ والوو یو صِفت

اے عاشقانِ رَسُول! د آخِرت فِکر ضروري دے۔ د وړومبئ سيپارې د سورۀ بقره په شروع کښې الله پاک د تقویٰ والوو 5 صفتونه ذِکر اوفرمائيل، بيا ئې اوفرمائيل:

اُولٰٓىٕكَ عَلٰى هُدًى مِّنْ رَّبِّهِمْۗ-وَ اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ(۵) (پارہ:1 ،سورۂ بقرہ:5)

ترجمۀ کنزُ الايمان: دغه خلق د خپل رَبّ د طرف نه په هدايت باندې دي او هم هغوئي مُراد ته رسيدونکي دي۔


 

 



[1]... بخاری،کتاب:الرقاق،باب:فی  الامل و طولہ ،صفحہ:1581 ۔

[2]...عیون الحکایات،صفحہ:83 ملتقطًا۔

[3]...وسائلِ بخشش،صفحہ:178۔