Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

د قيامت * د هغه ځائے وحشتونه * ميزان (تَله) * پُلِ صِراط * دوزخ او د هغه ځائے د عذابونو په باره کښې غور او فِکر کوو * کم نه کم په هفته کښې يو نيم ځل هديرې ته ځو، هلته د دفن شوؤ مسلمانانو د پاره ايصالِ ثواب کوو، بيا هلته کښينو او د قبر، د هغه (قبر) په يواځې والي، تيرې او د وحشت په باره کښې غور کوو * سوچ کوو چې ډير زر به ما هم تياره قبر ته کوزوي، بيا به د قيامت په ورځ پاڅيدل وي، د الله پاک په بار ګاه کښې به وړاندې کيدل وي، داسې د آخِرت په باره کښې غور او فِکر کوو * هره ورځ که زيات نه وي نو کم نه کم 5 منټه ځانله ځائے کښې کښينو او د آخرت په معاملو باندې غور او فِکر کوو، چې هره ورځ ئې کوو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په زړه کښې به د آخِرت فِکر کښيني * د آخِرت يادولو والا کتابونه لولو، مثلاً د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتابونه او رسالې لولو: مثلاً (1):قَبْر کی پہلی رات (2): مُردے کے صدمے (3):بادشاہوں کی ہڈیاں (4): قَبْر کا امتحان (5): غَفلت (6):بُرے خاتمے کے اسباب وغیرہ  دغه شان د مکتبة المدينه ډير زيات کتابونه دي:مثلاً (1):خوفِ خدا (2):فکرِ مدینہ (3):جنَّت کا آسان راستہ (4): قبر میں آنے والا دوست (6):دنیا سے بے رغبتی اور اُمّیدوں کی کمی وغیرہ کتابونه لولو۔ اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د آخِرت فِکر به مو نصيب شي۔

   د آخِرت د فِکر په باره کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا

 * د آخِرت د فِکر موندلو د پاره دُعا هم کوئ۔ زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا غوښتله:

اَللّٰهُمَّ اِنِّی اَعُوْذُ بِكَ مِنْ دُنْيَا تَمْنَعُ خَيْرَ الْآخِرَةِ، وَاَعُوْذُ بِكَ مِنْ حَيَاةٍ تَمْنَعُ خَيْرَ الْمَمَاتِ، وَاَعُوْذُ بِكَ مِنْ اَمَلٍ يَمْنَعُ خَيْرَ الْعَمَلِ([1])

ترجمه: اے الله پاکه! زه د داسې دنيا نه ستا پناه غواړم کومه چې د آخِرت د خير نه منع کوي، د داسې ژوند نه ستا پناه غواړم کوم چې د ښه مرګ نه منع کوي او د داسې اُمِّيدونو نه ستا پناه غواړم کوم چې د نيک اَعمالو نه منع کوي۔

د انسان زړه د هغه د مال سره وي

يو ځل يو کَس په بارګاهِ رِسالت کښې حاضِر شو، عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په ما څه شوي دي چې زه مرګ نه خوښووم (يعني زما زړه د دنيا طرف ته مائله دے، زه په خپل زړه کښې د آخِرت طرف ته


 

 



[1]...موسوعہ ابن ابی الدنیا،کتاب:قصر الامل ،جلد:3 ،صفحہ:312 ،حدیث:46۔