Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
په حديثِ پاک کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي۔([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم (يعني ادب) په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
انسان ته به هغه څه ميلاويږي کوم ئې چې مخکښې ليږلي وي
يو ځل حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه سليمان بن عبد الملک سره د سفر د پاره روان شولو۔ (مخکښې دور کښې به په اوښانو او اَسونو وغيره باندې سفر کيدلو او د خادِمانو په ذريعه به خيمې او د ضرورت سامان مخکښې منزل ته رسولے شو د پاره د دې چې هلته د رسيدو نه مخکښې خيمې تيارې شي)، نو هم دغه شان خليفه بن عبد الملک او نورو خلقو خپلې خيمې مخکښې اوليږلې خو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل سامان او خيمې مخکښې اونه ليږلې۔ کله چې منزل ته اورسيدل نو هر کَس خپلې خيمې ته لاړلے۔
خو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرته په نظر رانغلے، خليفه خادِمانو ته اووئيل: لاړ شئ! هغوئي اولټوئ۔۔۔!! چې اولټولے شو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې حالت کښې بياموندلے شول چې د يوې وَنې لاندې ناست وو او په سلګو سلګو ئې ژړل۔ خليفه خبر کړے شو، هغه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راوبلل او پوښتنه ئې اوکړه: اے اَبُو حَفص (عمر بن عبد العزيز)! تاسو ولې ژاړئ؟ حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آخِرت په فِکر کښې ډوب، د عبرت نه ډَک جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: ماته د قيامت ورځ راياده شوله۔ اوګورئ! (تاسو ټولو خيمې مخکښې راليږلې وې، تاسو چې راغلئ نو خپلو خپلو خيمو ته لاړئ خو) ما د کور نه يو څيز هم مخکښي نه وو راليږلے، ځکه ماته دلته هيڅ ميلاؤ نه شو، په قيامت کښې به هم دا حال وي، چا چې څه مخکښې ليږلي وي، هغوئي ته به هم