Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
نه د بچ کيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د سُنَّتو د پابند جوړيدو، د نيکو د شوق موندلو او د ايمان د حفاظت ذهِن جوړ شي۔ په 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه واخلئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خير به مو نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: علاقائي دوره۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي سره تعلق لرونکي عاشقانِ رسول په خپلو خپلو علاقو کښې ورځ او وخت مقرر کړي او کوڅې کوڅې، دُکان دُکان ته ځي، خلقو ته د نيکئ دعوت ورکوي او هغوئي له جُمات ته د راتللو، د نيکو کولو او د قبر او د آخِرت د تيارئ ترغيب ورکوي، دغه شان په مدني قافلو کښې سفر کولو والا عاشقانِ رسول هم د مدني قافلو د جدول (Schedule) مطابق د نيکئ د دعوت ورکولو سعادت حاصلوي۔ تاسو هم په دې نيک کار کښې د برخې اخستو پوخ نيت اوکړئ! راځئ! ستاسو د ترغيب د پاره درته يو مدني سپرلے اوروم:
د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې ئې د نيکو سپرلے راغلے
د فتح جنګ (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه ډرامې کتل، خوشي تَشي ګرځيدل، په لوبو ټوقو کښې مشغولتيا زما د خوښې کارونه وو، آه! ما به لمونځونه هم قضا کول او د ګناهونو په ذريعه د دوزخ په لور روان ووم۔ زما د هدايت سبب داسې جوړ شو چې يو ځل زمونږ د کلي جُمات ته د دعوتِ اسلامي يوې مدني قافلې د نيکئ د دعوت ورکولو د پاره تشريف راوړلو، د درس او بيان او د مازيګر د لمانځه نه پس د علاقائي دورې سِلسِله شروع شوه، په دوئي کښې يو اسلامي ورور زما خوا له راغلے او ځانله کوشش ئې اوکړو او ماله ئې په جُمات کښې د لمونځ ادا کولو او د قافلې والوو سره د زده کولو او نورو ته د ښودلو په حلقه کښې د څه وخت تيرولو دعوت راکړو، د دوئي په ترغيب باندې چې کله زه د جُمات د سپرلي فضاګانو ته داخِل شوم نو عاشقانِ رسول په ډيره مينه زما سره ملاقات اوکړو، په وړومبي ملاقات کښې چې مې دومره مينه او محبت اوليدلو نو زه دومره متاثره شوم چې د دعوتِ اسلامي محبت مې په زړه کښې کور جوړ کړو، تر څو پورې چې د زده کولو او نورو ته د ښودلو په مدنې حلقو کښې حاضِر ووم، د عِلم په مدني ګلونو مې د زړه باغ آباد وو، بيا د قافِلې امير ماته د نيک اَعمَال رساله راکړله، د دې رسالې په شکل کښې چې ما د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره خوارئ ته اوکتل نو لاس په لاس مې د بيعت د پاره نوم وړاندې کړو۔ داسې زه د قادِري، رضوي، عطاري په رنګ کښې رنګ شوم، د يو الله والا سره مې نِسبت څه جوړ شو چې زما په ژوند کښې د عمل سپرلے راغلے، زړه مې د ګناهونو نه بيزاره شو او د نيکو طرف ته مائله شو، ما د تيرو ګناهونو نه توبه کړله او د