Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

مرګ به خامخا راځي ياد ساتئ۔۔۔!!

اے عاشقانِ رَسُول! که مونږه ويخ يو که اوده، که خاندو او که ژاړو، غافِله شو او که بيدار شو، مرګ خو بهر حال راتلونکے دے، ژوند تلونکے دے، مونږ ته به د دې دنيا نه د آخرت په لور سفر خامخا کول وي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

قُلۡ  اِنَّ الۡمَوۡتَ الَّذِیۡ تَفِرُّوۡنَ مِنۡہُ  فَاِنَّہٗ مُلٰقِیۡکُمۡ  ثُمَّ  تُرَدُّوۡنَ  اِلٰی عٰلِمِ الۡغَیۡبِ وَ الشَّہَادَۃِ  فَیُنَبِّئُکُمۡ  بِمَا کُنۡتُمۡ تَعۡمَلُوۡنَ(۸(پارہ:28 ،سورۂ جمعه :8)

ترجمۀ کنزُ الايمان: تاسو اوفرمائيئ هغه مرګ د کوم نه چې تاسو تختئ نو هغه خو ضرور تاسو ته ميلاويدونکے دے بیا به تاسو د هغه په ​​لور اوګرځئ کوم ته چې پَټ او ظاهر هر څه معلوم دي بيا به هغه تاسو ته اووائي څه چې تاسو کړي وو۔

 

ہے یہاں سے تجھ کو جانا ایک دن                       قَبْر  میں  ہوگا  ٹھکانا ایک دن

منہ  خدا کو ہے  دِکھانا  ایک دن                              اب نہ غفلت میں گنوانا ایک دن

ایک دن مرنا ہے آخر موت ہے                        کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے

یاد رکھ ہر آن آخر  موت  ہے                              بن تُو مت انجان آخر موت ہے

مرتے جاتے ہیں ہزاروں آدمی                         عاقِل و نادان آخر موت ہے

په دنيا کښې داسې اوسيږئ لکه مُسَافِر۔۔۔!!

صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بنِ عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه ورځ زه (د اوګې نه) اونيولم او اوئې فرمائيل: اے عبد الله بن عمر! په دنيا کښې داسې اوسيږه لکه چې نا اشنا ئې يا داسې لکه چې مُسافِر ئې او خپل ځان په مړو کښې شميره۔۔۔!! حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ماته اوفرمائيل: اے مُجاهده! چې سحر کړې نو د ماښام په باره کښې سوچ مه کوه! چې ماښام شي نو د سحر په باره کښې سوچ مه کوه! اے د الله بنده! بے شکه تاته معلومه نه ده چې سبا به ستا نوم څه وي؟ ( يعني چې تا به په ژوندو کښې شميرلے شي او که په مړو کښې)۔ ([1])


 

 



[1]...مصنف ابن  ابی شیبہ ،کتاب:الزہد،جلد:8 ،صفحہ:124،حدیث:3۔