Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

ميلان کم بيامونځم او مرګ کوم چې جنّت ته د رسيدو لاره ده، زما دا مرګ خوښ نه دے) سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا ستا سره مال شته؟ عرض ئې اوکړو: آؤ جي! اوئې فرمائيل: خپل مال (د آخِرت د پاره صدقه او خيرات کړه او ) وړاندې ئې اوليږه! ځکه چې د انسان زړه د هغه د مال سره وي، که چرې دا خپل مال وړاندې اوليږي (يعني صدقه او خيرات ئې کړي) نو د هغه سره به ميلاويدل غواړي او که چري مال وروستو پريږدي نو د هغه سره وروستو پاتې کيدل غواړي۔ ([1])

ہمارے دل سے نکل جائے الفتِ دنیا             دے دل میں عشقِ مُحَمَّد مرے رچا یاربّ! ([2])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د آخِرت د فِکر موندلو يوه طريقه ښه صحبت هم دے، چې د نيک پرهيزګاره، د الله پاک نه د ويريدونکو، د آخِرت فِکر کولو والا خلقو سره کښينو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! زمونږه به هم د آخِرت فِکر نصيب شي۔ د ښه صحبت (ناستې پاستې) حاصِلولو د پاره د دعوتِ اسلامي د عاشقانِ رسول سره په مدني قافِلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړئ، په خپل ښار کښې په کيدونکي هفته واره د سُنَّتو نه په ډکه اجتماع کښې شرکت کوئ، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د عطا کړے شوې رسالې نيک اعمال مطابق د ژوند تيرولو کوشش کوئ، په مدرسة المدينه بالغان کښې شرکت کوئ او د قرآنِ پاک فيضان حاصِل کړئ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هر خالي په ورځ د ماسخوتن د لمانځه نه پس په مدني چينل نيغ په نيغه (Live) مدني مذاکره کوي په دې کښې شرکت کوئ، په سوشل ميډيا (يعني فيس بک (Facebook)، انسټا ګرام (Instagram)، واټس ايپ (WhatsApp)، ټوئټر(Twitter)، يوټيوب (YouTube) باندې د دعوتِ اسلامي مختلف پيجز (Pages) جوړ کړے شوي دي هغه اوګورئ۔ الله پاک دې د عمل کولو توفيق راکړي۔  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د آخِرت د فِکر موندلو، د آخِرت د ژوند تيارئ کولو، د نيکو کولو او د ګناهونو


 

 



[1]...الزہد لابن المبارک، جز:5، صفحہ:208، حدیث:634۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:82۔