Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
اترې روانې وې خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بالکل خاموشه ناست وو، پوښتنه اوکړے شوه: حُضُور! څه خبره ده تاسو ولې خاموشه ئيئ؟ اوئې فرمائيل: زه د جنت والوو په باره کښې سوچ کووم چې هغوئي به څنګه په خوشحالئ خوشحالئ د يو بَل سره ملاقات کوي! خو دوزخيان خلق به يو بَل ته په بے قرارئ سره د مرستې د پاره چغې وهي۔ د دومره وئيلو سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شول۔ ([1]) * حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل په ژړا شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ئې چې په ژړا اوليدل نو د هغوئي بي بي محترمه حضرت فاطمه بنت عبدُ الملک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها هم په ژړا شوله وروستو ئې بيا نور کور والا هم په ژړا شول، کله چې د ژړا سلسله اودريدله نو عرض اوکړے شو: اے امير المؤمنين! تاسو ولې ژړل؟ اوئې فرمائيل: ماته د الله پاک په بارګاه کښې حاضريدل راياد شوي وو د کومې نه پس چې به څوک جنت ته ځي نو څوک به دوزخ ته، دې وئيلو سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه چغه اووهله او بے هوشه شول۔ ([2]) * د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو غلام بيان دے: زه به د شپې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضريدلم، اکثر به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک د ويرې نه ژړل، يوه شپه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د معمول نه زيات اوژړل۔ کله چې سحر شو نو ما عرض اوکړو: په تاسو باندې زما مور او پلار قربان شي! نن شپه خو تاسو داسې اوژژل چې مخکښې مو چرته داسې نه وو ژړلي۔ اوئې فرمائيل: ماته د الله پاک په بارګاه کښې د اودريدلو منظر راياد شوے وو۔ د دومره وئيلو نه پس په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې بے هوشي راغلله او ډير وخت پس په هوش کښې راغلے، د دې نه پس ما چرې هم هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خندا نه دي ليدلي۔ ([3])
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی([4])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دې ته وئيلے شي: اِيقانِ آخرت۔ يعني په آخِرت باندې داسې پوخ يقين چې د شک او شبې هډو څه ګنجائش پاتې نه شي، د آخِرت فِکر په زړه او دماغو باندې راخور شي۔ په آخرت باندې داسې پوخ يقين، داسې اِيقان مطلوب دے۔ دا د تقویٰ والوو صفت دے۔ يقين اوکړئ! که چرې زمونږ هم داسې پوخ يقين نصيب شي نو د دنيا ټول فِکرونه به ختم شي۔ زمونږه کردار به هم ښه شي، اخلاق به هم ښه شي، عملونه به هم نيک شي، د ګناهونو عادتونه به هم پريښودے شي او مونږ به په صحيح معنو کښې په نيک مسلمان جوړيدو کښې کامياب شو۔