Book Name:Imam e Hussain Ki Seerat
د امامِ حُسَين په فضائلو باندې ... احاديث
* قاسِمِ نعمت، مالکِ جنت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د امام حَسَن مجتبٰی او امام حُسَين ررَضِىَ اللهُ عَـنْهُما په باره کښې اوفرمائيل: زما دا دواړه ځامن د جنتي ځوانانو سرداران دي. [1] * په يو حديثِ پاک کښې دي: مَنْ اَحَبَّہُمَا فَقَدْ اَحَبَّنِی چا چې د دې دواړو (امام حسن او امام حسين ررَضِىَ اللهُ عَـنْهُما ) سره محبت اوکړو، هغه زما سره محبت اوکړو وَ مَنْ اَبْغَضَہُمَا فَقَدْ اَبْغَضَنِی او چا چې د دې دواړو سره دښمني اوساتله، هغه زما سره دښمني اوساتله[2] * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به فرمائيل: ہُمَا رَیْحَانَتَایَ مِنَ الدُّنْیا يعنې حَسَن او حُسَين په دنيا کښې زما 2 ګلونه دي [3] * خوږ آقا، سِيِّدُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به امام حَسَن او امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما بوئي کول او سينې ته به ئې راجُختول. [4]
کیا بات رضا اُس چمنستانِ کرم کی زَہراء ہیں کلی جس میں حُسَیْن اور حَسَن پھول([5])
وضاحت: اے رضا! د هغه عزت والا، کرم والا باغ (يعني د خاندانِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) څومره ښکلې خبره ده چې په کوم کښې حضرت فاطمه زَهرا رَضِىَ اللهُ عَـنْها غوټئ ده او حَسنَينِ کَرِيمَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما ګلونه دي.
سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يو بَل ځائے کښې په بارګاهِ رسالت کښې عرض کوي:
اُن دو کا صدقہ جن کو کہا میرے پھول ہیں کیجئے رضاؔ کو حشر میں خَنداں مثالِ گُل([6])
[1]... معجم کبیر، جلد:2، صفحہ:174، حدیث:2549۔
[2]... معجم کبیر، جلد:2، صفحہ:182، حدیث:2581۔
[3]... ترمذی، ابواب المناقب، باب مناقب ابی محمد حسن بن علی، صفحہ:856، حدیث:3777۔
[4]... ترمذی، ابواب المناقب، باب مناقب ابی محمد حسن بن علی، صفحہ:856، حدیث:3779۔
[5]...حدائق بخشش، صفحہ:79۔
[6]...حدائق بخشش، صفحہ:77۔