Imam e Hussain Ki Seerat

Book Name:Imam e Hussain Ki Seerat

ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه ور ړاندې شوم او عرض مې اوکړو: يا رسولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! شهزادګان کور ته بوځم؟ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اجازت راکړو. په يو روايت کښې دي: په کوڅه کښې تيارۀ وه نو دواړو شهزادګانو ته کور ته په تللو کښې ويره محسوسه شوه، د شهزادګانو په خاطِر هغه وخت په آسمان کښې بريښنا اوشوه او کوڅه روښانه شوه، تر څو چې شهزادګان کور ته نه وو رسيدلي، تر هغه وخته پورې رڼا موجوده وه.[1]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! امامِ عالي مقام، حضرت امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  ډير د اعلٰی اخلاقو او کردار مالِک وو، راځئ! د هغوئي د پاک سيرت د يو څو ښکاره اړخونو په باره کښې اورو:

د امامِ حُسَين عبادتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږ آقا، سلطانِ کربلا، امام عالي مقام، امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير عبادت ګزار، متقي او پرهيزګاره وو، * علّامه اِبنِ اَثِير جَزرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به ډير زيات لمُونځونه کول، روژې به ئې نيولې، حجونه به ئې کول، صدقه او خيراتونه به ئې کول او د نيکئ هر کار به ئې کولو.[2]

 * شهزادۀ امامِ عالي مقام حضرت امام زينُ العابِدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زما بابا جان امام حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به په شپه ورځ کښې زر (1000) نوافل ادا کول.[3]


 

 



[1]... تاریخ مدینہ دمشق ، جلد:14 ، صفحہ:158۔ - 159 ۔

[2]... اسد الغابہ، جلد:2 ، صفحہ:27 ، رقم:1173۔

[3]... اَلْعِقْدُ الْفَرِید، باب من کلام الزھاد و اخبار العباد، جلد:3 ، صفحہ:114 ملتقطًا۔