Book Name:Imam e Hussain Ki Seerat
او تکبر په نيت سره وي نو ګناهِ کبيره، حرام او دوزخ ته بوتلونكے کار دے. ([1])
د امامِ عالي مقام د غريبانو سره محبّت
د امامِ عالي مقام، امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ډير ښکلے صفت دے چې هغوئي به د غريبانو، مسکينانو، يتيمانو ډير زيات خيال ساتلو. يو ځل هغوئي اوفرمائيل: مونږه اَهلِ بَلا يو (يعنې په دنيا کښې زمونږ د پاره ازميښتونه دي)، مونږه دنيائي عيش و عشرت پريښودے دے، خپل ټول آرمانونه مو ختم کړل او خپل ژوند مو د نورو د آرمانونو پوره کولو د پاره وقف کړو.[2]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے شان دے د امامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!!
يو ځل د امام عالي مقام، امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښځې محترمې هغوئي ته پيغام رااوليږو چې مونږه په کور کښې ستاسو د پاره بهترين خوراک او خوشبو تياره کړې ده، تاسو چې څوک د ځان لائق وينئ، هغوئي د ځان سره راولئ او کور ته تشريف راوړئ. د دې پيغام اوريدو سره امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ جُمات ته تشريف يوړلو، هلته چې کوم غريبانان مسکينان راجمع وو، هغوئي ئې د ځان سره کړل او کور ته ئې راوستل، ښځې محترمې ته ئې اوفرمائيل: زه تا له د خپل حق قسم درکووم! تۀ به خوراک او خوشبو نه بچ کوې. ښځې محترمې ئې هم داسې اوکړل، ټول خوراک او خوشبو ئې حاضره کړه، امام حُسَين