Imam e Hussain Ki Seerat

Book Name:Imam e Hussain Ki Seerat

پاره پيدا کړې ده، دلته پاتې کيدونکي ټول د فنا کيدو د پاره جوړ کړے شوي دي، د دُنيا نوي څيزونه زړيدونکي دي، د دې ځائے نعمتونه ختميدونکي دي، د دې ځائے خوشحالئ ختميدونکې دي، بس! د سفر سامان تيار کړئ! بے شکه د سفر بهترين سامان تقوٰی دہ، د الله پاک نه اوويريږئ! د پاره د دې چې تاسو کامياب شئ...!! [1]

 صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته وار اجتماع

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او په نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمَن اونيسئ او د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه نصيب شي.

د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته وار اجتماع هم ده. راځئ په هفته واره اجتماع کښې په پابندئ سره د شرکت کولو ذهِن جوړولو د پاره يو مدني سپرلے اورو:

د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې مدني انقلاب

د کراچئ (پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتللو نه مخکښې ما د ګناهونو ډک ژوند تيرولو، د دُنيا په مزو کښې مصروف اوسيدل زما معمول وو، د خرابو دوستانو صحبت زه خراب کړے ووم، د دوستانو سره به په شريکه


 

 



[1]... تاریخِ مدینہ دمشق ، جلد:14 ، صفحہ:218۔