Imam e Hussain Ki Seerat

Book Name:Imam e Hussain Ki Seerat

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه: امام عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سنتو لحاظ ساتونکے وو، په جامو کښې سنت دا دي چې تهبند (يا پرتوګ وغيره) د ګِټو نه بره وي. امام عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې لحاظ اوفرمائيلو.

اوس د محبتِ امام حُسَين دعوٰى کوونکي دې لږ په خپلو جامو باندې غور اوکړي، * مونږه په جامو کښې د سنتو خيال ساتو يا په جديد فيشن باندې روان يو؟ * زمونږ په سر باندې د سُنَّت مطابق عمامه شريف وي يا نه؟ * زمونږ پرتوګ، پاجامه يا پينټ وغيره د ګِټو نه بره وي يا د جديد فيشن د بے ځايه محبت په وجه د ګِټو نه ښکته زوړند وي؟ آه! افسوس! نن سبا د فيشن پرستئ دور راخور دے، په ګرځيدو، کښيناستو پاڅيدو، خوراک څښاک وغيره کښې د سنتو خيال ساتل خو غټه خبره ده ډيرو خلقو ته د دې سنتو هډو پته هم نه وي. کاش! د امام عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په وسيله زمونږ د سنتو سره محبت نصيب شي. په حديثِ پاک کښې دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِی فَقَدْ اَحَبَّنِی وَمَنْ اَحَبَّنِی كَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنت کښې زما سره وي.[1]

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                           جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

اِسبَال څه ته وئيلے شي؟

ياد ساتئ! پرتوګ، پاجامه يا پينټ وغيره د ګِټو نه ښکته ساتلو ته اِسبَال وئيلے شي[2] او دا مکروهِ تنزيهي (يعنې په شريعت کښې ناخوښه) دي. آو! که د ځان خوښئ(خود پسندی)


 

 



[1]... مشکوٰۃ، کتابُ  الْاِیمان، بابُ الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]... بہار شریعت ،جلد :1، صفحہ:632 حصہ :3مفصلاً ۔