Book Name:Imam e Hussain Ki Seerat
د حُسَين د محبت په برکت ورته بخښنه اوشوه
علامه ابن جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو ځل د حضرت عَمرو بن لَيث رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مخې ته د هغوئي فوځ جمع کړے شو، هغوئي چې خپل ډير فوځ اوليدلو نو په زړه کښې ئې سوچ اوکړو: اے کاش! د امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت په وخت زه په کربلا کښې موجود وے، زما سره هم دومره فوځ وے نو ما به خپل ځان، خپل شان و شوکت او ټول فوځ د هغوئي په ښپو کښې قربان کړے وے.
د هغه زمانے يو ولِـىُّ الله ته په خوب کښې په غيبو باندې خبردار نبي،
رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: عَمرو بن ليث ته اووايه چې د هغه په زړه کښې چې کوم خيال راغلے دے، مونږه د هغې نه خبر يو او مونږه د هغه اراده قبوله کړې ده، الله پاک دې هغه له د دې ارادے لوئے اجر ورکړي. [1]
په کتابونو کښې ليکلے شوي دي: د حضرت عَمرو بن ليث رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس چا هغوئي په خوب کښې اوليدلو او پوښتنه ئې ترينه اوکړه: الله پاک ستاسو سره څه معامله اوفرمائيله؟ اوئې وئيل: هغه يو خيال کوم چې د امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د محبت په سبب زما په زړه کښې راغلے وو، د هغې په برکت الله پاک زه اوبخښلم.[2]