Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
ټول پۀ شريکه هُم د اوس نه د دۀ پۀ زړۀ کښې د دُنيا ښه ډير محبت پيدا کړئ۔۔۔!!
د بادشاه پۀ حُکم باندې عمل وکړے شو، يو غټ کور جوړ کړے شو، څو کلوميټره غټ کور۔۔۔!! پۀ کوم کښې چې د عيش او عشرت ټول سامان موجود وو۔ د دې شهزاده پۀ دغه کور کښې پالنه کيدله، دغلته يـې ماشومتوب تير شو، دغلته لوئي شو، هغۀ بهر دُنيا هډو ليدلې نه وه، هغۀ ته دا معلومه هم نه وه چې د دې غټ کور د ديوالونو نه بهر لا هم څۀ جهان شته، هلته هم خلق اوسيږي۔ يوه ورځ داسې وشو چې شهزاده د ديوال پۀ خوا کښې وو، هغۀ د بهر د خلقو اوازونه واوريدل، هغۀ حيران شو، د نوکرانو وغيره نه يـې پوښتنه وکړه: آيا د دې ديوال نه بهر هم جهان شته؟ هلته هم خلق اوسيږي؟ ووئيلے شو: آؤ جي! بهر پوره دُنيا ده۔ شهزاده ضد راواخستو چې زۀ بهر دُنيا ليدل غواړم۔ بادشاه پۀ دې باره کښې خبر کړے شو۔ بادشاه ووئيل: د شهزاده د زړۀ غولولو د پاره د عيش او عشرت سامان نور هم زيات کړئ۔ پۀ حکم باندې عمل وکړے شو، شهزاده د دُنيا پۀ عيش او عشرت کښې مشغول شو، د بهر دُنيا ليدلو ته يـې هډو پام نه شو، پۀ داسې کولو کولو يو کال تير شو، پۀ بَل کال باندې بيا شهزاده ووئيل: زۀ خو د بهر دُنيا ليدل غواړم۔ د شهزاده ضد وو، اخر بادشاه ومنلو، حکم وشو: شهزاده بهر بوځئ! خو د دۀ ګير چاپيره د عيش او عشرت سامان وساتئ!
بيا شهزاده پۀ ژوند کښې پۀ وړومبي ځل د هٰغه غټ کور نه بهر ووتلو، څومره شان او شوکت يـې وو، د سپينو زرو او پۀ لعلونو ملغلرو ښائسته کړے شوې سورلۍ وه او ګڼ شمير خلق ورسره ورسره روان وو، پۀ داسې شان او شوکت شهزاده د ښار د نندارې د پاره ووتلو، پۀ لاره کښې هغۀ يو بيمار کَس وليدلو، پوښتنه يـې وکړه: دا څوک دے؟ پۀ دۀ څۀ شوي دي؟ ووئيلے شو: دا بيمار دے۔
شهزاده خو پۀ شان او شوکت ژوند تير کړے وو، دا هډو بيمار شوے نه وو، نۀ ورته د