Ye Duniya Chor Jana Hai

Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai

بيمارۍ پۀ باره کښې څۀ معلومات وو، هغۀ پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: آيا خلق بيماريږي هم؟ ټول ناروغه کيږي که څۀ خاص نسل دے، کوم چې بيماريږي؟ ووئيلے شو: ټول ناروغه کيدے شي۔ اوئې وئيل: آيا زۀ هم ناروغه کيدے شم؟ ووئيلے شو: آؤ جي! تاسو هم ناروغه کيدے شئ۔ دا يـې چې واوريدل نو شهزاده پۀ ارمان باندې ووئيل: افسوس۔۔۔!! دا خو بے خونده ژوند دے۔ بيا شهزاده پۀ غمژن حالت کښې واپس راغلو۔

بادشاه ته ټول حالات بيان کړے شول، بادشاه ووئيل: د دې نه مخکښې چې دا حالت نور زيات شي، دا شهزاده هم د خپلو وروڼو پۀ شان د ځنګلونو طرف ته روان شي، د دۀ د پاره د دُنيا د مزو ذريعې جوړې کړئ! پۀ حکم باندې عمل وکړے شو، شهزاده پۀ مزو کښې مصروف وو، هٰغه د اخرت فِکر د دۀ د زړۀ نه وتلو۔ پۀ داسې کولو کولو يو بَل کال هم تير شو۔

پۀ بَل کال شهزاده بيا ووئيل: زۀ بهر دُنيا ليدل غواړم۔ نو شهزاده بيا پۀ شان او شوکت بهر ووتلو، بيا څۀ ګوري چې يو مړے دے، خلقو پۀ اوګو باندې اخستے دے او وړي يـې۔ پوښتنه يـې وکړه: دا څۀ دي؟ ووئيلے شو: دا يو کَس دے، کوم چې وفات شوے دے۔ شهزاده ته خو دا هم نه وه معلومه چي مرګ څۀ څيز وي، هغۀ څوک پۀ مرګ نه وو ليدلي، نو حيران شو، اوئې وئيل: ما د دغه کَس خوا له بوځئ! مړے د شهزاده مخې ته کيښودے شو۔ اوئې وئيل: دا کښينوئ! خلقو ووئيل: دا خو نشي کښيناستے۔ اوئې وئيل: د دۀ سره خبره وکړئ! خلقو ووئيل: دا خبرې نشي کولے۔ پوښتنه يـې وکړه: اوس تاسو دا چرته وړئ! ووئيلے شو: د خاورو د لاندې د دفن کولو د پاره۔ پوښتنه يـې وکړه: د دې نه پس به څۀ کيږي؟ ووئيلے شو: د دې نه پس به حشر وي۔ شهزاده پوښتنه وکړه: دا حشر څۀ وي؟ ووئيلے شو: حشر هٰغه ورځ ده چې کله به ټول خلق د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين پۀ حضور کښې حاضريږي، ټولو له به د هغوئي د اعمالو سزا يا جزا ورکړے کيږي۔