Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab

Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab

سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ(۶)   (پارہ :1، سورۀ بقرہ :6)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان   :              د هغوئي د پاره برابره ده که تاسو يـې ويَروئ او که وه يـې نۀ ويَروئ هغوئي ايمان نۀ راوړي۔

دا يو قِسم له د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   د زړۀ ساتنه هم ده او پۀ دې کښې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   ته د غيبو عِلم هم ورکړے شوے دے، پۀ اصل کښې زمونږه آقا و مولیٰ، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیِٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   چې به کله غير مسلمو له د نيکۍ دعوت ورکولو، هغوئي به يـې پوهه کول، د ايمان د قبلولو دعوت به يـې ورکولو او هغوئي به نۀ منلو، ايمان قبلولو ته به نۀ تياريدل نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   به غمژن کيدلو، پۀ دې باندې الله کريم د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   زړۀ له تسلي ورکړه او اوئې فرمائيل: ([1])   

سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ(۶)   (پارہ :1، سورۀ بقرہ :6)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:    د هغوئي د پاره برابره ده که تاسو يـې ويَروئ او که وه يـې نۀ ويَروئ هغوئي ايمان نۀ راوړي۔

يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   ! ستاسو پۀ پوهه کولو کښې هيڅ کمے نشته، کمے پۀ دې غير مسلمو کښې دے۔ تاسو خو باکماله يئ، ستاسو د پوهه کولو انداز هم باکماله دے، تاسو خو د نيکۍ د دعوت ورکولو حق ادا کړو خو دوئي بد بخته دي، ضديان دي، تاسو که دوئي پوهه کوئ او که نۀ يـې پوهه کوئ، تاسو که دوئي د قيامت نه، د الله پاک د عذابونو نه ويروئ او که نۀ يـې ويروئ، دوئي به هيڅکله هم ايمان نۀ قبلوي۔

دا عِلمِ غيب دے، د ابو جهل، عتبه، شيبه وغيره سختو کافرانو انجام به څۀ وي؟ دوئي به ايمان راوړي او د جنَّت حقدار به جوړيږي که پۀ کُفر باندې به کلک ودريږي او د هميشه د پاره به د دوزخ حقدار جوړيږي؟ د دوئي خاتِمه به څنګه وي؟ الله کريم دا ټولې خبرې خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   ته د مخکښې نه بيان کړې۔ او دراتلونکې څۀ خبرې عِلم لرل، هُم


 

 



[1]... تفسیر نعیمی  ، پارہ :1 ، سورۂ بقرہ ، زیر  آیت : 6 ، جلد:1، صفحہ:150 خلاصۃً۔