Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab
دې ته خو عِلمِ غيب وئيلے شي۔ معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولا، د غيبو د خبرو نه خبر مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خلقو د انجام نه هم خبر دے۔
اور کوئی غیب کیا تم سے نِہاں ہو بھلا جب نہ خدا ہی چھپا تم پہ کروروں درود
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ازلي کافران، غير مسلمه مثلاً ابو جهل، عتبه، شيبه وغيره به د پوهيدو باوجود کلمه ولې نۀ وائي؟ پۀ دوئي کښې اصلي او بنيادي خرابي څۀ ده؟ الله پاک فرمائي:
خَتَمَ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِهِمْ وَ عَلٰى سَمْعِهِمْؕ-وَ عَلٰۤى اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ - (پارہ :1، سورۀ بقرہ :7 )
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الله د هغوئي پۀ زړونو او غوږونو باندې مھر لګولے دے او د هغوئي پۀ سترګو پردې پرتې دي۔
حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ پۀ کَشفُ المَحجُوب شريف کښې فرمائي: د زړۀ زنګ او پردې په دوه قِسمونه دي: (1): يو دے: حجابِ غَین: یعنې عارضي پرده (کومه چې بعضې وخت پۀ ګناه کولو او پۀ غفلت کښې د اخته کيدو پۀ وجه زړۀ نيسي، دا عارضي زنګ وي، کوم چې پۀ توبه کولو، پۀ نيکو کارونو کولو او د نيکانو خلقو د صحبت د اختيارولو پۀ برکت لرې کيږي) او (2): دويم دے: حجابِ رَین: دا داسې تور والے دے لکه څنګه چې کوئله وي، کپړه چې داغ واخلي نو پۀ وينځلو صفا کيږي خو کوئله که هر څومره هم وينځې، دا نۀ صفا کيږي، هم داسې د بعضې بد بختو خراب اعمال، د هغوئي خراب کردارونه او پرله پسې د ګناهونو کولو پۀ وجه د هغوئي زړونه حجابِ رَين (يعنې پوخ تور والے) ونيسي کوم چې هډو لرې کيږي نۀ۔ ([1])
ځکه الله پاک ووئيل چې دا چې کوم ازلي کافران دي، ابو جهل، عتبه، شيبه وغيره ، د دوئي زړونو حجابِ رَين يعنې پوخ تور والے نيولے دے، د دوئي د بدو اعمالو پۀ وجه د دوئي پۀ زړونو باندې مهر لګيدلے دے چې اوس د دوئي زړونه د حق قبلولو لائق نۀ دي پاتې، د دوئي پۀ غوږونو