Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

ته واسِعَہ يعنې د فراخئ والا زمکه فرمائيلې ده. سُبْحٰنَ اللہ! دا هم د مدينۀ پاک اوچت شان دے،  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الله عَلَيْه ليکي:

مدینے کے خطے خُدا تجھ کو رکھے        غریبوں فقیروں کے ٹھہرانے والے

وضاحت: يعنې اے مدينے منورے! اے د محبوبِ کريم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي ښاره! الله پاک دې تا هميشه ښاد او آباد لري چې دا د غريبانانو، فقيرانو، بے وسو او بے درو يو دَر دے.

د مدينے برکتونه

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اے د مدينے عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينۀ پاک ډير د برکت والا مقام دے، راځئ چې د مدينے د يو څو برکتونو اوريدلو سعادت حاصل کړو.

(1): د مدينۀ پاک هر څيز د برکت والا دے

      د مدينۀ پاک يو ډير اهم برکت دا دے چې د دې ځائے په هر څيز کښې دوه چنده برکت کيښودے شوے دے. د صحابئ رسول حضرت انس بن مالِک رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مدينۀ پاک په حق کښې داسې دُعا اوفرمائيله:

اللهمَّ اجْعَلْ بِالْمَدِينَةِ ضِعْفَيْ مَا جَعَلْتَ بِمَكَّةَ مِنَ البَرَكَةِ

يعنې اے الله پاکه! څومره برکت چې تا په مکه مکرمه کښې کيښودے دے، د هغې دوه چنده برکت په مدينۀ پاک کښې کيږدې. ([1])

د دې حديثِ پاک په شرح کښې علماء فرمائي: په دې حديثِ پاک کښې د برکت نه


 

 



[1]... بخاری، ابواب ذکر المدینۃ، صفحہ:21۔