Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

چرته چې محبوب، هلته جنت

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته دا خبره هم ياده ساتئ! عرش او کرسي، لوح او قلم، جنت او د هغه ځائے ټول نعمتونه جوړ شوي هم زمونږ د آقا صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور نه دي او دې ته چې کوم فضيلت حاصل دے، هغه هم زمونږ د آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت باندې دے. اوګورئ! الله کريم په قرآنِ مجيد کښې ارشاد فرمائي:

لَاۤ  اُقْسِمُ  بهٰذَا الْبَلَدِ ۙ(۱)  (پارہ:30 ، سورۂ بلد:1)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان :  زما دې په دې ښار قَسَم وي.

      په دې آيت مبارک کښې الله پاک د مکّے مُکرّمے قسم ارشاد فرمائيلے دے. آخر مکّے مُکرّمے ته دا شرف ولې ميلاو شو، ربِ کائنات د دې قسم ولې ارشاد اوفرمائيلو؟ * آيا ځکه چې دلته کعبه شريفه ده؟ * يا ځکه چې دلته صفا او مروه ده؟ * دلته منٰی ده * دلته مزدلفه ده * دلته ميدان عرفات دے * دلته حاجيان حج کوي * دلته طواف کيږي * يا ځکه چې د مکّے شريفې په زرګاؤ خاصيتونه دي، آيا د دې خاصيتونو په وجه دې ته دا مقام ورکړے شو؟ نه...!!  [بلکه] الله پاک اوفرمائيل:

وَ اَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۙ(۲)   (پارہ:30 ، سورۂ بلد:2)

 [مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان :  [اے حبيبه!] چې ته په دې ښار کښې تشريف فرما ئې.

      يعنې الله پاک د دې ښار مبارک قسم ځکه ارشاد اوفرمائيلو چې دې ښار د محبوبِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښپې مبارکې ښکل کړې دي.

      سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه: چې د فضيلت اصلي معيار د فضيلتونو والا محبوبِ خُدا صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم