Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

هر زيارت په ورځ به په پابندئ سره پخپله هم په هفته واره اجتماع کښې شرکت کوو او د نيکئ د دعوت ورکولو په ذريعه به نور هم د ځان سره راولو.

د ټيبل ټينس د شوق لرونکي اصلاح څنګه اوشوه...؟

د کراچئ (پاکستان) د يو اسلامي ورور په باره کښې بيان کړے شوي دي چې هغه د مذهبي ذهن نه لرلو په وجه په فضولياتو کښې د خپل ژوند شپې او ورځې تيرولې، د ګناهونو هم سلسله وه، او هغه د ټيبل ټينس ډير شوق لرلو، چې څنګه به ماښام شو نو په ټيبل ټينس کښې به مصروف شو او بعضې وخت به دا سلسله تر شپې پورې روانه وه، يو ځل د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور هغه ته او د هغه سره لوبه کوونکو ته د لـمونځ کولو او په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو دعوت ورکړو، اسلامي وروڼو هغه ته پرله پسې د نيکئ دعوت ورکولو، آخر د ټيبل ټينس شوق لرونکي هغه کَس په هفته واره د سنتو ډکه اجتماع کښې شرکت شروع کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هفته وارې اجتماع په برکت په مزه مزه د هغه زړه نرم شو، د هغه د تور زړه نه خيرے په لرې کيدو شو، هغه د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه اوکړه او فضوليات ئې هُم پريښودل او د دعوتِ اسلامي د پاک ديني ماحول سره وابسته شو.

یہاں سنتیں سیکھنے کو ملیں گی                          دِلائے گا خوفِ خُدا مدنی ماحول

تُو آ بےنمازی، ہے دیتا نمازی                      خُدا کے کرم سے بَنَا مدنی ماحول

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!          صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د