Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

مبارک وجود دے * هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر کوم وخته پورې په مکه مکرمه کښې تشريف فرما وو، مکه مکرمه افضله وه * کله چې هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدينے منورے ته تشريف راوړو نو مدينه افضله شوه * کله چې به هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جنت ته تشريف يوسي نو جنت به افضل شي.

صد غیرت فردوس مدینے کی زمیں ہے     باعث ہے یہی اس کا کہ تُو اس کا مکیں ہے

      ولې چې تر اوسه پورې هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مدينه منوره کښې تشريف فرما دي، ځکه عاشقان وائي:

جنت بھی لینے آئے تو  چھوڑیں نہ یہ گلی      مُنہ پھیر بیٹھیں ہم تیری دیوار کی طرف

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!          صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

په قرآنِ پاک کښې د مدينے منورے ذِکرِ خير

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مدينه منوره د ډير اوچت شان والا ښار دے، الله پاک په قرآنِ کريم کښې په ډيرو ځايونو کښې د دې ذکرِ خير فرمائيلے دے، مثلاً * په قرآنِ کريم کښې په يو ځائے کښې مدينے منورے ته مُدْخَلَ صِدْقٍ (يعنې د داخليدو رښتونے ځائے) فرمائيلے شوے دے * په يو ځائے کښې مدينے منورے ته دَارُ الْہِجْرت (يعنې د هجرت ځائے) او * دارُ الْاِیمان (يعنې د ايمان کور) فرمائيلے شوے دے * په يو ځائے کښې دې مبارک ښار ته حَسَنَہ (يعنې ښکلے) وئيلے شوے دے.

مدينه ”اَرضُ الله“ ده

      دغه شان د مدينۀ پاک يو ډير اهم فضيلت دا دے چې ربِ کائنات په قرآنِ کريم