Book Name:Madinay Ki Barkatain
وغيره راوخته نو د طبيبانو طبيب، د الله پاک حبيب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په هغې باندې ګوته مبارکه کيښودله او فرمائيل به ئې: بِسْمِ اللہ! د الله پاک په حکم سره زمونږ د ښار خاوره او زمونږ د بعضو لُعاب [لاړې مبارکې] زمونږه بيمار له شفا ورکوي. ([1])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الله عَلَيْه د فرمان خلاصه ده: اول به رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرض په ځائے باندې ګوته کيښودله، بيا به ئې په ګوته باندې خپل لُعاب [لاړې مبارکې] اولګولې او په هغې به ئې خاوره اولګوله او د مرض په ځائے به ئې د هغې ليو اوکړو او فرمائيل به ئې: د الله پاک په حکم سره زمونږه لُعاب [لاړې مبارکې] او د مدينے خاوره شفا ده. ([2])
د مدينے د خاورې په برکت سره د شفا ميلاويدو 2 حکايتونه
* شيخ مَجدُ الدين فيروز آبادي رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي: زما د غلام ټول کال تبه وه، ما خاکِ شِفا راواخسته او په اوبو کښې مې (لږه شان) ويلې کړه او ور مې کړه، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په هغه ورځ شفا ميلاو شوه. ([3]) * شيخ عبد الحق محدث دهلوي رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي: زه په مدينۀ پاک کښې حاضر ووم، د څه مرض په وجه زما ښپه اوپړسيده، طبيبانو دا يو خطرناک مرض قرار کړو او د علاج نه ئې هم لاس واخستل، ما د مدينۀ پاک د شِفا خاوره راواخستله، هغه مې استعمالول شروع کړه نو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په لږو ورځو کښې راته په ډيره آسانئ سره د پړسوب نه خلاصے ميلاو شو. ([4])