Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

ظاهري او باطني دواړه قسمه برکتونه مراد دي يعنې د دعائے مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معنیٰ دا ده چې اے الله پاکه! د مدينۀ پاک په عبادتونو کښې، د مدينۀ پاک په رزق کښې د مکۀ پاک په نسبت دوه چنده برکت عطا کړې. د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي: په مدينۀ پاک کښې د رزق برکتونه خو نن هم په سترګو ليدلے شي چې هلته (هر قسم) ميوے، فروټ وي، د هغه ځائے آب و هوا دومره ښکلې ده چې د مکۀ پاک داسې نه ده او د عشق فيصله دا ده چې د مکۀ پاک د عبادتونو ثواب اګرچه زيات دے (چې هلته د يو لـمونځ ثواب د يو لاکھ برابر دے) خو د مدينۀ پاک په عبادتونو کښې د الله پاک قُرب زيات دے، د دې درجه اعلیٰ ده. ([1])

شاہ تم نے مدینہ اپنایا، واہ کیا بات ہے مدینے کی

اپنا روضہ اسی میں بنوایا، واہ کیا بات ہے مدینے کی

ہر طرف بھینی بھینی ہے خوشبو، سوز ہی سوز ہر جگہ ہر سُو

فرش تا عرش نور ہے چھایا، واہ کیا بات ہے مدینے کی([2])

(2): د مرادونو پوره کيدو ځائے

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مدينۀ پاک په برکتونو کښې يو برکت دا هم دے چې دا هٰغه ښار دے چرته چې د زړه مرادونه پوره کيږي. دا واقعي حقيقت دے چې، د مدينے بلنه ميلاويدل د دې خبرې علامت دے چې د بنده بخت رابيدار شوے دے، يعنې اوس د هغه د مرادونو پوره کيدو، د مشکلاتو لرې کيدو او د پريشانو د ختميدو


 

 



[1]... مرآۃُ المناجیح، ۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:388-390۔