Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

(3): مدينه بهټئ ده

      په بُخاري شريف کښې دي، خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْمَدِیْنَۃُ کَالْکِیْرِ  تَنْفِیْ خَبَثَہَا وَ یَنْصَعُ طَیِّبَہَا مدينه د بهټئ په شان ده کومه چې د اوسپنې نه خيرے لرې کوي او [چې کوم] ښه [وي هغه] خالص کوي.

      سُبْحٰنَ اللہ! دا هم د مدينۀ پاک ځانګړے شان دے، مشہور مُفَسِّرِ قرآن، حکیم الاُمَّت، مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ الله  عَلَيْه د دې حدیثِ پاک په شرح کښې ليکي: معلومه شوه چې د مدينے په زمکه کښې د ناقصو د ويستلو او د خالصو د غوره کولو تاثير د شروع نه دے او تر آخرې پورې به وي، کوم منافقان يا کُفّار چې هُم هلته مړه شول او هُم هلته خخ شول، د هغوئي مړي د هٰغه ځائے نه اُووِيستلے شول، غرض دا چې د مدينے زمکه بعضې خبيث د هغه په ژوند کښې اوباسي او بعضې د مرګ نه پس اوباسي، او قيامت ته نزدې به د دې چڼ کولو خصوصي اثر ښکاره کيږي، چې هر کس به ئې په خپلو سترګو وِيني.([1])

 يومُ الخِلاص (يعنې د صفائيئ ورځ) څه ده...؟

د مُسنَد احمد روايت دے، يو ځل خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خطبه ارشاد کړه، دغه وخت هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 3 ځله اوفرمائيل: یَوْمُ الْخِلَاصِ وَ مَایَوْمُ الْخِلَاصِ د صفائيئ ورځ..!! د صفائيئ ورځ څه ده؟ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! یَوْمُ الْخِلَاص نه څه مُراد دے؟ هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:4، صفحہ:217 بتغیر قلیل۔