Book Name:Madinay Ki Barkatain
د عاشقِ مدينه، شيخ طريقت، امير اهلِسُنّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هم ډيره ښکلې واقعه ده، د هغوئي په مدينه منوره کښې د حاضرئ وړومبئ شپه وه، په مسجدِ نبوي شريف کښې يو څو کَسان د تهجدو د لـمونځ د پاره موجود وو، د صبحِ صادق ښکلے وخت وو، اميرِ اهلِ سُنّت د ډير شوق په حالت کښې د نُور وروونکې شين شين ګُنبد شريف د زيارت نه خوندونه اخستل او د قدمين شريفين اړخ نه په بابِ جبريل باندې د شين شين ګنبد د نور او رڼا په سوري کښې داخليدلو او بيا د هغه اړخ نه به په شا بل اړخ ته تللو، د خوند نه ډک به ئې د زړه څومره عجيبه ښکلے کيفيت وو. د دې کيفيت او ديوانګئ په حالت کښې وو چې يو امتحان ورته راپيښ شو. څه داسې اوشو چې عاشقِ مدينه د تاجدارِ مدينه صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي ښکلي سنت زُلفان مبارک پريښودي وو. هلته د يو پوليس اهلکار په زړه کښې پته نه لګي چې څه خيال راغلے هغه هغوئي خپلې خوا ته را اوبللو او اوئې وئيل: تَعَال يعني دلته راشه. چې کله هغوئي د هغه خوا له لاړلو نو هغه پوښتنه اوکړه: دا څه کوې؟ د جانان په کوڅه کښې د شوق دغه ډکې جذبې په الفاظو کښې چرته بيانيدے شوې! الله پاک ښه پوهيږي چې د هغه په زړه کښې څه وهم پيدا شو، بيا ئې نور تفتيش شروع کړو او د هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه ئې پاسپورټ اوغوښتو، دوئي ورته اوفرمائيل: هغه خو زما د اوسيدو په ځائے کښې دے. بيا هغه د هغوئي وَل په وَل زُلفانو ته اوکتل نو اوئې وئيل: دا څه دي؟ عاشقِ سُنّت په مسکا شو او جواب ئې ورکړو: اَلسُّنَّۃ یعني دا سُنَّت دي. شايد چې د دِيني معلوماتو د کمي په وجه هغه د اميرِ اهلِسُنَّت ګيرې مبارکې له لاس وروړل او اوئې وئيل: ھٰذِهِ السُّنَّۃ يعني دا ګيره مبارکه