Book Name:Madinay Ki Barkatain
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کيدے شي چې د چا په ذهن کښې سوال پيدا شي چې عاشقان د مدينے منورے طلب دومره ډير زيات ولې کوي؟ مدينے سره دومره محبت ولې کوي؟ راځئ چې د دې په تعلق سره يو حديث شريف وارو: د امام بخاري رَحْمَةُ الله عَلَيْه د استاذانو استاذ مُحَدِّثِ عبد الرزاق رَحْمَةُ الله عَلَيْه حديثِ پاک ذکر کړے دے، ډير مشهور حديث شريف دے. صحابئ رسول حضرت جابر رَضِىَ الله عَـنْهُ په بارګاه رسالت کښې حاضر شو، عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک د ټولو نه وړومبے کوم څيز پيدا کړو؟ د نُور والا آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ہُوَ نُوْرُ نَبِیِّکَ یَاجَابِرُ! يعنې اے جابره! الله پاک چې د ټولو نه مخکښې کوم څيز پيدا کړو، هغه ستا د نبي (رسولِ هاشمي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) نُور مبارک دے.
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور اوفرمائيل: الله پاک دغه نُور پيدا کړو او 12 زره کاله ئې په مقامِ قُرب کښې اوساتلو، بيا ئې دغه نُور 4 حِصّے کړو، د هغې د دريو حصو نه ئې عرش، کرسي او عرش پورته کوونکې فرښتې جوړې کړې او د دغه نورِ پاک څلورمه حصه ئې بيا تر 12 زره کالو پورې په مقامِ محبت کښې اوساتله، بيا ئې 12 زره کاله پس د هغې 4 حِصّے کړې، د يوې حِصّے نه ئې قلم، د يوې حِصّے نه ئې لوح او د يوې حِصّے نه ئې جنت جوړ کړو. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اے د مدينے عاشقانو! لږ غور اوکړئ! * جنت کوم چې مقامِ رحمت دے * هٰغه جنت د کوم چې د نيکانو خلقو سره وعده شوې ده * هٰغه جنت د کوم