Madinay Ki Barkatain

Book Name:Madinay Ki Barkatain

د روضے مبارکې اور منبر اقدس تر مينځه ځائے کښې) د حاضرئ سعادت رانصيب شو، د دې ځائے نه د سعادتونو حاصلولو نه پس زه جنتُ البقيع ته لاړم، په هغه وخت کښې هسې زما په زړه کښې خيال راغلے چې سُبْحٰنَ اللہ! مدينۀ پاک هٰغه مبارک ښار دے، چرته چې دوه جنتونه دي: (1): رَوْضَۃُالْجَنّۃ (2):او جنّتُ الْبَقِیْع .

په داسې قسمه خبرو مې سوچ کولو او د خپل کور په لور روان ووم، په لاره کښې د هغه ديوانه صاحب په خوا تيريدم، هغه ما ته غږ اوکړو: اَخِی! تَعَال وروره! دلته راشه...!! اِسْمَعْ کَلَامِی زما خبره واوره! زه ورنزدې شوم، هغه خپل لاس زما په اوګه کيښودو او اوئې فرمائيل: وَ اللہ الْعَظِیْمِ اللہ حَیٌّ وَرَسُوْلُہٗ حَیٌّ يعنې په الله پاک مې دې قسم وي! الله پاک هم ژوندے دے او د هغه په عطا سره د هغه خوږ رسول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم ژوندے دے وَاللہ الْعَظِیْمِ اللہ یَنْظُرُ وَ رَسُوْلُہٗ یَنْظُرُ په الله پاک مې دې قسم وي! الله پاک هم ويني او د هغه په عطا سره د الله پاک رسول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم ويني. د دې قسمونو خوړلو نه پس هغه اوفرمائيل: وَ اللہ الْعَظِیْم! اَلْمَدِینَۃُ کُلُّہَا جَنَّۃُ الْفِرْدَوْس په الله پاک مې دې قسم وي! مدينۀ پاک (کښې صرف دوه جنتونه نه دي بلکه مدينۀ پاک) ټوله جَنَّۃُ الْفِرْدَوْس ده. ([1])

      مولانا منظور احمد شاه صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه دا واقعه د سيدي قطب مدينه رَحْمَةُ الله عَلَيْه په وړاندې په محفل مبارک کښې بيان کړه، په محفلِ پاک کښې چې ئې بيان کړه نو د خلقو د هغه ديوانه صاحب رَحْمَةُ الله عَلَيْه سره د ميلاويدو شوق راپيدا شو خو د لټولو باوجود هغه چرته ښکاره نه شو.

عشاق سمجھتے ہیں اسے گلشنِ جنّت      کہتے ہیں جسے لوگ بیابانِ مُحَمَّد

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!          صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... مدینۃ الرسول، صفحہ:415۔