Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
حسنين کريمين ته به ئې په خپل اولاد باندې ترجيح ورکوله
د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دورِ خلافت واقعه ده، يو ځل مدينۀ پاک ته مالِ غنيمت راوړے شو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغه مال په تقسيمولو شروع اوکړه، صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان راتلل، خپله حصه ئې وړله، په دې کښې حضرت امام حسن مجتبٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم تشريف راوړلو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: بِالرَّحْبِ وَالْكَرَامَةِ يعنې (هر کلے!) ستاسو د پاره عزت او احترام دے. بيا فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي له زر درهمه (د سپينو زرو سِکې) ورکړې. د دې نه پس امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړلو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي هم دغه شان احترام اوکړو او هغوئي له ئې هم زر درهمه ورکړه. د دې دواړو شهزادګانو، سَيدانو نه پس د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل ځوئ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي له د 1000 درهمو په ځائے 500 درهمه ورکړه. حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: اے اَمِيرُ المُؤمِنِين! امام حَسَن او حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما لا ماشومان وو، زه هغه وخت هم د دِين د خدمت د پاره د سر نه تير ووم، په جهاد کښې به مې شرکت کولو، د دې باوجود تاسو هغوئي له زر زر درهمه ورکړه او ما له مو 500 راکړه؟ د دې اوريدلو سره د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په زړه کښې د اهلِ بيتو د محبت سمندر په چپو شو، هغوئي د اهلِ بيتو د مينې په ډکه جذبه کښې اوفرمائيل: آو جي! بالکل! (تۀ چې څنګه وائې، خبره هم داسې ده خو که تۀ د دوئي برابر حصه اخستل غواړې نو) اِذْهَبْ فَاْتِنِـیْ بِـاَبٍ كَاَبِيْهِمَا لاړ شه وړومبے تۀ د حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما د والد په شان والد راوله. وَاُمٍّ كَاُمِّهِمَا د هغوئي د مور بي بي په شان مور