Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د هفته وار رسالے مطالعه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو محبت په زړه کښې د زياتولو، د ساداتِ کرامو باادبه جوړيدلو، د ګناهونو نه د بچ کيدلو او په نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمَن اونيسئ او د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حصَّه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين و دنيا بے شميره خيرونه در نصيب شي. د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه هم ده.
شيخِ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د شپې په مدني مذاکره کښې د يوے رسالے اعلان فرمائي، ورسره دُعاګانے هم کوي، وړوكي شان رساله وي کومه چې په ټوله هفته کښې لوستل وي، تاسو هم هِمَّت اوکړئ! هره هفته په مدني مذاکره کښې هم خامخا شرکت کوئ، د کومې رسالے اعلان چې اوشي، هغه حاصلوئ، لولئ ئې بلکه کور والؤ ته ئې هم اوروئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين زده کولو ثواب به هم ميلاويږي، ډير معلومات به هم په لاس راځي او د وخت د يو ولئ کامِل دعاګانے به هم نصيب کيږي. راځئ! ستاسو د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اوروم:
د کربَلا كا خونیں منظر رسالے مدني سپرلے
د دعوتِ اسلامي د يو مبلغ د بيان خلاصه ده: زمونږه خاندان د بد مذهبو سره تعلق لرلو، د ماشومتوب نه هم دا ذهن جوړ کړے شوے وو چې د عاشقانِ رسول علمائے کرامو او د چا دين داره کَس خوا له هم مه ځئ ګنې ګمراه به مو کړي. عاشقانِ رسول په مذهبي حليه کښې د ليدلو سره په هغوئي پسې ټوقې کول، فلمونه کتل، په ګناهونو کښې مصروفه اوسيدل زما معمول وو. زما د اصلاح ذريعه څه داسې جوړه شوه چې زما ماما کوم چې د