Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
په دې کښې حکمت دا دے چې قيامت به په بدترينو خلقو باندې راځي ځكه چې ساداتِ کرام د دنيا بهترين خلق دي.[1]
اے عاشقانِ صحابه و اهلِ بيت! ياد ساتئ! زمونږه د آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اولادِ پاک محبت د دين حصه ده، ځکه د خوږ آقا، احمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو شهزادګانو، د ټولو شهزادګو سره محبت او عقيدت ساتل، د حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه واخله تر ننه پورې چې څومره هم ساداتِ کرام دي، د هغه ټولو محبت کول، د هغوئي احترام کول، د هغوئي عِزَّت کول په مونږ ټولو باندې لازم دي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
قُلۡ لَّاۤ اَسۡـَٔلُکُمۡ عَلَیۡہِ اَجۡرًا اِلَّا الۡمَوَدَّۃَ فِی الۡقُرۡبٰی ؕ (پ25، الشوریٰ:23)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: تاسو اوفرمائې: زه په دې باندې ستاسو نه هيڅ معاوضه نه غواړم خو د قرابت محبت.
علّامه بَغوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د دې آيت مبارک يوه معنٰی دا دہ چې (اے خلقو! زه تاسو ته دين ښائم، ستاسو د دُنيا او آخرت خيرونه تاسو ته در رسووم) په دې باندې زه ستاسو نه هيڅ قسمه اجر، څه بدله نه غواړم، البته! زه تاسو ته د قرابت دارئ د محبت نصيحت کووم. د دې نه معلومه شوه چې د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت، د هغوئي د خپلوانو محبت د دين د فرائضو نه دے. (بغوی)