Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

تر هغه وخته پورې مومن نشي کيدے

       سرکارِ نامدار، د دواړو جهاونو مالک و مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَا یُؤْمِنُ عَبْدٌ حَتّٰی اَکُوْنَ اَحَبَّ اِلَیْہِ مِنْ نَفْسِہٖ يو بنده تر هغه وخته پورې مومن نشي کيدے تر څو چې زه هغه ته د هغه د ځان نه زيات محبوب نشم. وَذَاتِیْ اَحَبَّ اِلَیْہِ مِنْ ذَاتِہِ او زما ذات هغه ته د خپل ذات نه زيات محبوب نه شي. وَتَکُوْنَ عِتْـرَ  تِیْ اَحَبَّ اِلَیْہِ مِنْ عِتْـرَ تِہِ او زما اولاد هغه ته د خپل اولاد نه محبوب نه شي. وَاَهْلِیْ اَحَبَّ اِلَیْہِ مِنْ اَهْلِہِ او زما اهلِ بيت هغه ته د خپل کور والؤ نه زيات خوښ او محبوب نه شي.[1]

محبتِ اهلِ بيت د عشقِ رسول نتيجه ده

د حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه روايت دے، د مدينې تاجدار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَحِبُّوا اللّٰہَ  لِمَایَغْذُوْکُمْ مِنْ نِعَمِہِ د الله پاک سره محبت کوئ ځکه چې هغه تاسو ته نعمتونه عطا کوي، واَحِبُّوْنِیْ بِحُبِّ اللّٰہِ او د الله پاک د محبت په سبب زما سره محبت کوئ (ځکه چې زه حبيبُ الله يم) وَاَحِبُّوْااَهْلَ بَیْتِیْ بِحُبِّیْ او زما د محبت په سبب زما د اهلِ بيتو سره محبت کوئ. [2]

حُبِّ سادات اے خدا! دے واسِطہ                    اہلِ بیتِ پاک کا فریاد ہے

د الله د محبت نښه

په يو روايت کښې دي: څوک چې د الله پاک سره محبت ساتي، هغه د قرآن سره محبت


 

 



[1]... شعب الايمان، باب فى حب النبى صلى الله عليه وسلم، ۲٢/١٨٩۱۸۹، حديث:١٥۱۵۰۵٥.

[2] ترمذی ، کتاب المناقب، باب مناقب اهل بيت النبی ، ۵/۴۳۴، حدیث:۳۸۱۴