Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! مونږه عاشقانِ صحابه و اهل بيت به په هغوئي پسې شاته شاته جنت ته اورسو.[1]

باغِ جنّت میں محمد مسکراتے جائیں گے

پُھول رحمت کے جھڑیں گے، ہم اُٹھاتے جائیں گے

رښتينے عاشقِ اهلِ بيت څوک...؟

اے عاشقانِ صحابه و اهلِ بيت! رښتينے عاشقِ اهلِ بيت څوک وي؟ دا هم واورئ! روايت دے: يوه ورځ حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خطبه ورکوله، په دې کښې امام عالي مقام امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړو، حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زر خطبه مکمل کړه او د منبر نه ښکته راکوز شو، بيا امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ منبر ته تشريف يوړلو، هغوئي د الله پاک حمد و ثنا بيان کړله، بيا ئې اوفرمائيل: ما ته زما نيکه بابا اووئيل چې الله پاک فرمائي: د عرشِ اعظم د ښپې لاندې د شين رنګ يوه تختئ ده، په دې باندې ليکلي دي: اے د آلِ محمد ډلې! په تاسو کښې چې څوک هم د قيامت په ورځ باندې د لَا اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہ د ګواهئ سره راځي، الله پاک به هغه جنت ته داخلوي.

دا ئې چې واوريدل نو حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه اوکړه: اے ابو عبدُ الله (يعنې امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ )! د آلِ محمد ډله کومه يوه ده؟ اوئې فرمائيل: هغه کوم چې شَيخَين يعنې ابو بکر و عمر ته، عثمانِ غني ته، زما والدِ محترم مولٰـى علي (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) ته او اے معاويه (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ)! تاسو ته رد بد نه وائي، هغه د آلِ محمد ډله ده.[2]


 

 



[1] ابنِ عساکر، ج۱۴، ص:۱۶۹

[2] ابن عساکر، ج۱۴، ص:۱۱۴