Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
اَلَاَ
وَمَنْ مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمَّدٍ مَاتَ تَائِبًا
واورئ! کوم کَس چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات
شو هغه د توبه کولو سره وفات شو اَلَا وَمَنْ مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمّدٍ مَّاتَ
مُؤْ مِنًا مُّسْتَکْمِلَ الْاِ یْمَانِ واورئ!
کوم کَس چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو هغه د پوره ايمان سره د دُنيا نه لاړے اَلَا وَمَنْ مَّاتَ
عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمَّدٍ بَشَّرَہُ مَلَکُ الْمَوْتِ بِالْجَنَّۃِ ثُمَّ
مُنْکَرٌوَّ نَکِیْرٌ واورئ! څوک چې د اهل بيت په محبت کښې وفات شو هغه له ملک المَوت حضرت
عزرائيل عَلَیْهِ
السَّلَام او بيا
منکر نکير د جنت زيرے ورکوي اَلَا وَمَن مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰل مُحَمَّدٍ یُزَفُّ
اِلَی الْجَنَّۃِ کَمَا تُزفُّ الْعُرُوْسُ اِلٰی بَیْتِ زَوْجِھَا واورئ! څوک چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو هغه د داسې
عزت سره د جنت په لور بوتللے شي لکه څنګه چې ناوې د واده د ځلمي کور ته ليږلے شي
اَلَا وَمَن مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰل مُحَمَّدٍ
فُتِحَ لَہُ فِی قَبْرِہِ بَابَانِ اِلٰی الْجَنَّۃِ واورئ! څوک چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو د هغه په قبر كښې د جنت دوه
دروازے برسيره کولے شي اَلَا وَمَن مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمَّدٍ جَعَلَ
اللّٰہُ قَبْرَہُ مَزَارَ مَلَا ئِکَۃِ الرَّحْمَۃِ
واورئ! څوک چې د اهل بيت په محبت کښې وفات شو
د هغه قبر ته فرښتې د زيارت د پاره راځي.[1]
حضرت علامه قاضي عياض مالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شِفَا شريف کښې نقل فرمائي: رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د آلِ مُحَمَّد معرفت (يعنې پيژندګلو) د دوزخ نه نجات، د دوئي سره محبت په پل صراط باندې آساني او د دوئي سره نيک سلوک کول د عذابِ الٰہی نه امان دے.[2]