Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې زما د صحابؤ سره، زما د ازواجِ پاک (يعنې اُمهات المُؤمنين) سره او زما د اهلِ بيتو سره عقيدت لري، په دوئي کښې د چا هم بد نه وائي او د دوئي په محبت باندې د دُنيا نه رخصتيږي، هغه به د قيامت په ورځ زما سره وي. [1]

 د عاشقانِ اهلِ بيتو جَنَّت ته د داخليدو نظاره

      د امام عالي مقام، امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: يوه ورځ حضرت مولٰی علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مالكِ جنت، قاسمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے علي! هغه 4 کسان کوم چې به مخکښې جنت ته ځي په هغوئي کښې يو زه يم، يو تۀ ئې او 2 ستا ځامن حَسَن او حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما دي، زمونږ اولاد به په مونږ پسې وي او په هغوئي پسې به زمونږ بيبيانې وي. حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰـى، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږه ډله (يعنې زمونږ سره محبت کوونکي) به چرته وي؟ اوئې فرمائيل: ستاسو ډله به په تاسو پسې شاته شاته جنت ته ځي.

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے...!! لږ تَصَوُّر خو اوکړئ! هغه به څومره ښکلې نظاره وي، زمونږ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، حضرت مولا علـي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما به په يو ځائے جنت ته داخليږي، په دوئي پسې به شا ته شا ته ساداتِ کرام وي او که الله پاک اوغوښتل نو


 

 



[1] الریاض النضرۃ، الباب الاول، ذکر ماجاء فی الحث علی حبہم والاحسان الیہم … الخ ،۱/۲۲