Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
ثابتيږي چې د رسولِ کريم، رؤف رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نسبِ پاک نه به د هغوئي اولاد ته ضرور نفع رسي، (اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ) دوئي به د دُنيا نه په ښه حالت کښې رخصتيږي او په آخرت کښې به نجات بيامومي. بے شکه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اولادِ اطهار په دُنيا او آخرت کښې ډير لوئے سعادت دے.[1]
آپ کی نسبت اے نانائے حسین! ہے بڑی دولت اے نانائے حسین!([2])
اولادِ مصطفٰـى به د قيامت په ورځ چرته وي؟
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اولاد چې څنګه په دنيا کښې سرداران دي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په آخرت کښې به هم په سکون او وقار، د دوزخ نه لرې او د جنت حقدار وي. په سيپاره 27، سُوْرَة الطُّوْر، آيت نمبر 21 کښې ارشادِ رَبُّ العباد دے:
وَ الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا وَ اتَّبَعَتۡہُمۡ ذُرِّیَّتُہُمۡ بِاِیۡمَانٍ اَلۡحَقۡنَا بِہِمۡ ذُرِّیَّتَہُمۡ وَ مَاۤ اَلَتۡنٰہُمۡ مِّنۡ عَمَلِہِمۡ مِّنۡ شَیۡءٍ ؕ (پ27، الطور:21)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: او کومو خلقو چې ايمان راوړو او د دوئي (چې کوم) اولاد د ايمان سره د دوئي پيروي اوکړه نو مونږه د دوئي اولاد د دوئي سره ميلاؤ کړو او د دوئي (د والدينو) په عمل کښې مو هيڅ کمے اونکړو.
په تفسير نور العرفان کښې دي: يعنې که د مومنانو اولاد مومنان وي نو مونږ به اولاد په جنت کښې د مور و پلار سره ساتو، بيل به ئې نه ساتو. د دې نه معلومه شوه چې د مور